شهباز شریف: د کابل پر هوایي ډګر د برید مسوول د افغانستان وګړی دی

اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د داعش هغه لوړپوړی قومندان چې د کابل پر هوایي ډګر په برید کې یې رول درلود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د «ډیورڼډ کرښې» په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

نوموړي نن سهار (چهارشنبه، ۱۵ د کب) ایکس کې پر خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د داعش دا لوړپوړی قومندان چې شریف الله نومېږي، د افغانستان وګړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبه په شپه په کانګرس کې د خپلې وینا پرمهال د دغه کس د نیونې خبر ورکړ.

«اکسیوس» رسنۍ د دوو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د امریکا د اطلاعاتي سازمان (سیا) د معلوماتو پر بنسټ د داعش هغه لوړپوړی قومندان نیولی چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال یې د کابل په هوایي ډګر کې د بم د ځای پر ځای کولو طرحه جوړه کړې وه.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، انګېرنه داده چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې یوه مشر شریف الله به هغه برید طرحه کړی وي چې ۱۳ امریکایي نظامیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان پکې ووژل شول.

ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي: «خوښ یم او اعلانوم چې د دې جنایت اصلي ترهګر نیول شوی دی.»

ټرمپ د پاکستان له دولت څخه د شریف الله د نیولو له امله مننه کړې او نوموړي ویلي، چې دا کس امریکا ته د انتقالېدو په حال کې دی.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې له تروریزم سره په مقابله کې د پاکستان د ملاتړ او د رول د درناوي له کبله د ډونالډ ټرمپ مننه کوي.

شهباز شریف ویلي، چې پاکستان تل له تروریزم د مقابلې په هڅو کې مهم رول درلودلی دی. ده ویلي: «موږ دتروریزم له هرې بڼې سره د مبارزې لپاره پر خپل تزلزل نه منونکي عزم او ژمنې ثابت قدم پاتې یو.»

امریکا ته دشریف الله ستنول

یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې شریف الله چې په «جعفر» هم مشهور دی، د پاکستان د اطلاعاتي ادارې له لوري تر نیول کېدو وروسته متحده ایالاتو ته دستنول کېدو په حال کې دی.

دې امریکایي چارواکي ویلي، تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ به امریکا ته راوړل شي او پر خلاف به یې جرمي دوسیه خپره شي.

یوه بل امریکایي چارواکي ادعا کړې چې شریف الله د ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۶مه د هغه برید «متفکرمغز» دی چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې وشو او «د خپل رول له امله نوموړی څو کاله د متحده ایالاتو د اطلاعاتي ټولنې یو با ارزښته هدف و».

امریکایي چارواکو ویلي، چې په کانګرس کې د سیا د رییس جان راتکلیف تر تایید وروسته ټرمپ هغه ته امر وکړ چې د کابل د هوایي ډګر پر ابي‌ دروازه د برید د عاملینو نیول دې لومړیتوب وګڼي.

راتکلیف د خپل ریاست په لومړیو ورځو کې د سیا د تروریزم ضد چارواکو ته وویل، چې دا موضوع دې د ادارې لومړیتوب وټاکي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د سیا مدیر د خپل ریاست په دویمه ورځ دا موضوع له خپل پاکستاني سیال «عاصم ملک» سره مطرح کړه.

راتکلیف د فبروري د منځنیو وختونو پرمهال د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې د پاکستان د جاسوسي ادارې له رییس سره په لیدنه کې دا غوښتنه بیا تکرار کړه.

د ډونالډ ټرمپ حکومت په داسې حال کې د کابل پر هوایي ډګرد برید د مسوول نیولو خبر ورکوي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې اعلان کړی و، چې د داعش خراسان ډلې یو لوړپوړی مشر یې وژلی دی. د امریکا اطلاعاتي ټولنه په دې باور وه چې دا کس د کابل پر هوایي ډګر د برید مسوول و. د بایډن دولت د داعش د دې مشر وژنه تایید کړه، خو د هغه د هویت په اړه یې نور جزییات ډاګیز نه کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه