د طالبانو د محاکمه کولو هڅې؛ مدني فعالانو د پراخو مشورتي غونډو غوښتنه وکړه

@rawadari_org

اطلاعات روز: یو شمېر بنسټونه او مدني فعالان وایي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبیعض د مخنیوي کنوانسیون د نقض له وجې د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو د محکمه کولو لپاره باید له هیواده دباندې او دننه د دې نقض له متضررینو سره پراخې مشورتي او معنادارې غونډې وشي.

دا اعلامیه نن (سې‌شنبه، ۱۴ د کب) په داسې حال کې خپره شوې ده چې په دې تړاو یوه مشورتي غونډه د افغانستان د یو شمېر مدني فعالانو په ګډون د جرمني په پلازمېنه برلین کې جوړه شوې وه.

د بشري حقونو د څار، رواداري او د ښځو د یو شمېر نورو غورځنګونو په شمول ۵۹ بنسټونو او مدني فعالانو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض په تور د طالبانو د محاکمه کولو لپاره کېدونکې هڅې په پراخو مشورتي غونډو سره مشروعیت پیدا کوي او نورې هم پیاوړې کېږي.

همدا راز دوی د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو، د ښځو حقونو د متخصصینو، څېړونکو او حقوقپوهانو، د افغانستان له قومي، مذهبي او ژبنیو ډلو څخه د مدني ټولنې د استازو، د جنسیتي تاوتریخوالي د پاتې شونو، معلولیت لرونکو افرادو، د ایل‌جي‌بي‌ټي‌+ ټولنې د غړو او ځوانانو په شمول د ټولو متضررو او څنډې ته کړل شویو ډلو د حضور او پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.

د دوی په اعلامیه کې ویل شوي چې د ځپل شوې ټولنې معنادار ګډون به د دې بهیر د بسیج کولو ظرفیت نور هم لوړ کړي.

دوی ویلي: «د افغانستان د بشري حقونو د ټولنې غړي کولای شي د دې قضیې لپاره دادخواهي وکړي، د نورو هیوادونو ملاتړ راخپل کړي، په افغانستان کې دننه د دولتونو او ځپل شوې ټولنې تر منځ د ارتباطي پل په توګه کار وکړي او د افغانستان په رسنیو کې د قوي غږونو ملاتړ وکړي. دا اقدام همدا راز په هیواد کې دننه له میلیونونو افغان ښځو او نجونو سره دا بهیر وصل کوي او د افغانستان د خلګو لپاره به نور هم ملموس شي.»

مدني فعالانو همدا راز د دې حقوقي بهیر په ټولو پړاوونو کې د روڼتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو له لارې باید ځپل شویو ټولنو ته د پوهاوي ورکولو لپاره سرچینې ځانګړې شي.

دوی د دې حقوقي بهیر د ملاتړ لپاره د مسلمانو هیوادونو په شمول د هیوادونو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د هڅو غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون صریح نقض باید په هر ځای کې د نه منلو وړ وګڼل شي.

اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د روان لمریز کال په تلې میاشت کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د نه درېدو په صورت کې به د دې ډلې په مقابل کې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض په تور د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

تر دې وروسته ۲۵ نورو هیوادونو هم د دې څلورو هیوادونو د اقدام ملاتړ وکړ او اوس د دې حقوقي بهیر د پیلولو هڅې روانې دي.

افغانستان د ۲۰۰۳ کال پر مهال د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون لاسلیک کړی دی او د دې کنوانسیون د ټولو مفادو د عملي کولو ژمنه یې کړې.

مګر پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي او ښځې او نجونې یې د زده کړې او کار له حقونو بې برخې کړې دي.

د ښځینه حقونو فعالان وایي چې د طالبانو اقدامات د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د مفادو ډاګیزه سرغړونه ده او دا ډله باید د دې کنوانسیون د نقض له امله محاکمه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه