د تورخم دروازې تړل کېدو افغان سوداګر له مالي زیان سره مخ کړي

اطلاعات روز: پاکستان له تېرو نهو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌–راتګ پرمخ تړلې ده، چې له امله یې افغان سوداګرو او د لویو بار وړونکو موټرو چلوونکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

افغان سوداګر د تورخم دروازې له تړل کېدو اندېښمن دي او وایي، د دې ټرانزیټي لارې په تړل کېدو سره دوی ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د زیارت ګل په نوم یو افغان سوداګر وایي، چې له تېرو نهمه ورځو راهیسې تورخم کې د دغې لارې د خلاصېدو په تمه دی او هیله لري چې یاد لاره ژر د سوداګرۍ پرمخ خلاصه شي.

هغه وايي، د تورخم دروازې تړلي پاتې کېدو دوی ته په میلیونونه ډالر زیان اړولی، چې د وخت په تېرېدو سره به د یادې لارې بېرته پرانېسته ورته ګټه ونه لري.

زیارت ګل زیاتوي: «د هرې ورځې په تېرېدو افغان سوداګر ته مالي زیانونه اوړي، ځکه په کوم بار وړونکو موټرو کې چې سوداګریز توکي بار دي هره ورځ پرې لګښت راځي او زیان یې ټول سوداګرو ته دی له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې د تورخم دروازه ژر د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیزي.»

یو بل سوداګر نجیب الله بیا وایي، چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته په باروړنکو موټرو کې داسې خوراکي توکي هم بار دي، چې اوسمهال ۸۰ سلنه توکي یې له‌منځه تللي او یوازې شل سلنه یې پاتې دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې افغانستان باید د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته د خپلو صادارتو لېږد لپاره بدیلې لارې پیدا کړي او په خبره یې تر ټولو غوره لاره هوایي دهلېزونه دي.

نجیب الله زیاته کړه: «هم د افغانستان له اړخه او هم د پاکستان له خوا په درېدلو موټرو کې داسې ۸۰ سلنه جنسونه له منځه تللي، چې ټول زیان یې سوداګر ته دی دغه راز هره ورځ د موټر کرایه راځي او نور لګښتونه هم راځي د تورخم لارې د تړل کېدو له امله سوداګرۍ پرېښودو ته اړ شوي یو.»

په ورته وخت په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د هېواد خصوصي سکتور ته د ورخې ۵ سوه زره امریکاي ډالر زیان رسیږي.

دوی ویلي، افغان لوري ته د سوداګرو په شپږ نیم سوه لاریو کې مڼې، شوکاڼی، پنبه او مۍ بار دي او دغه راز د خصوصي سکتور شاوخوا شپږ سوه موټرو کې سمېټ، مالټې او سبزي بار دي، چې ځینې مېوه خرابه او څه یې بېرته پېښور منډیي ته انتقال شوې.

په همدې حال کې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت هم تایید کړې چې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله پاکستاني او افغان سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

د یاد وزارت لپاره طالب ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي، که د پاکستاني له لوري اقتصادي خنډونه دوام وکړي، اندېښنه لري چې د دواړوو خواوو اقتصادي اړیکو ته به لوی زیان ورسیږي.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې دوی هڅه کوي چې له پاکستان سره د تورخم دروازې د تړل کېدو مسئله د خبرو له لارې حل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سمش الحق سلطاني د تورخم لار پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیټ لپاره مهمه لار بولي او وايي، د دغې لارې تړل کېدل به د دواړو لورو پر سوداګرۍ منفي تاثیرات ولري.

سلطاني زیاته کړه: «پاکستانی او طالب لوری باید یوې سلاح ته ورسیږي ترڅو د تورخم لاره خلاصه کړي، ځکه دا لاره د سوداګرۍ لپاره اسانه او لنډه لاره ده چې تړل کېدل یې د دواړو هیوادونو په زیان دي ځکه د پاکستاني تولیداتو لپاره اوس ښه بازار افغانستان دی بل ځای د دوی توکي څوک نه اخلي.»

د راپورونو له مخې دا مهال د دغې دروازې دواړو غاړو ته زرګونه مسافر چې په کې ناروغان، ښځې او ماشومان هم شامل دي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې بند پاتې دي.

د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهيسې له تورخم دې غاړې ته د طالبانو له لوري د امنیتي پوستو په غبرګون کې د پاکستان لخوا تړل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه