د نجونو پر زده کړو بندیز؛ د طالبانو غړي خپلې نجونې د یوه سکاټلنډي بنسټ زده کړییز مرکز ته لېږي

اطلاعات روز: مشهور سکاټلنډي فلمي لوبغاړي ډیویډ هیمن په ډاګه کړې چې د طالبانو غړي خپلې نجونې «سپیریټ ایډ» نومې خیریه بنسټ ته چې د ده له لوري مدیریت کېږي، لېږي.

د هیرالډ رسنۍ له راپور سره سم چې پرون (سې‌شنبه، ۷ د کب) خپور شوی، دې فلمي لوبغاړي ویلي چې په دې زده کړییز مرکز کې شاوخوا ۸۰ نجونې او هلکان درس وایي.

ده د طالبانو غړي «دوه مخي حرامیان» بللي دي.

دې فلمي لوبغاړي نه دي ویلي چې دا زده کړییز مرکز د افغانستان په کوم ولایت کې دی.

مشهور سکاټلنډي فلمي لوبغاړی / هیرالډ رسنۍ

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د هغوی په وړاندې یې د پوهنتون او طبي انسټیټوټونو دروازې هم تړلې دي.

ډیویډ هیمن همدا راز ویلي چې غواړي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یوه ننداره ترسره کړي.

ده زیاته کړې چې د افغانستان ښځې اوس مهال «په وګړو کې نه حسابېږي او نه هم کولای شي چې په خپلو کورونو کې وخاندي او یا سندره ووایي، زده کړې یې تر ابتدایي دورې پورې محدودې دي او نشي کولای چې ځان ته شغل انتخاب کړي».

ډیویډ هیمن «سپیریټ ایډ» نومی خیریه بنسټ د ۲۰۰۱ کال پر مهال د بشرپالي فعالیت په موخه جوړ کړی دی.

د هغو اطلاعاتو له مخې چې د دې بنسټ پر ویبپاڼه خپاره شوي، دوی له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

دې بنسټ ویلي چې په دې لړ کې د ګرځنده کلینیکونو له لارې د افغانستان په شمال کې محرومو او لیرې پرتو ټولنو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه