لغمان کې ۲۹ نوې لرغونې سېمې تثبیت شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې یې ۲۹ لرغونې او تاریخي سیمې تثبیت کړې دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي نن (دوشنبه، ۶ د کب) وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه پلاوي په همکارۍ د مرکز مهترلام په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹ لرغونې سیمې ثبت شوې دي.

نوموړی همدارنګه وایي، دغه لرغونې سیمې له اسلام دورې څخه وړاندې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.

د رسولي د معلوماتو له مخې  دغه تاريخي سیمې په مرکز مهترلام، قرغیو، الینګار او علیشنګ ولسواليو کې موقعيت لري.

رسولي زیاته کړه: «دغه لرغونې ساحې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت شوي، چې له دغو سیمو ۵ یې په مرکز مهترلام، ۱۴ په الینګار، ۵ په الیشنګ او ۵ په قرغیو ولسوالیو کې تثبیت شوې دي، همداراز په علیشنګ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوي چې د براهمي سارادا رسم الخط لري.»

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د یادو ولایت لرغونې سیمې او ابدې بیا ورغوي او دغه راز یې په ولسي وګړو  غږ کړی، چې د لرغونو سیمو او ابدو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

له دې وړاندې لغمان کې فرهنګي فعالانو ویلي و، چې په دغه ولایت کې تاریخي سیمې د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه