ننګرهار او لغمان کې صنعت کارې ښځې: طالبان مو کاري جوازونه نه تمدیدوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتو کې یو شمېر ښځينه صنعت‌کارانې شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې یې نه یوازې صنعتي چارې له خنډ سره مخ دي بلکې کاري جوازونه یې د طالبانو له لوري نه تمدېدیږي.

حمېرا چې په جلال اباد ښار کې د خیاطۍ یوه کارخونه لري، وایي چې د هغې په ګډون د ګڼ‌شمېر صنعت‌ کارو میرمنو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د طالبانو د اړوندو مسوولو ادارو له‌خوا نه تمدیدېږي.

د نوموړې په وینا د جوازونو د نه تمدید له کبله لسګونه ښځينه صنعت‌کارانې وزګارتیا سره مخ شوي دي.

حمېرا زیاته کړه: «د ښځنیه صنعتکارانو کارونه بیخي خراب شوي هغه څه چې مونږ یې تولیدو بازار نه لري او له همدې کبله ستونزې ورځ تربلې زیاتیږي، دغه راز جوازونه مو د طالبان له لوري نه تمدیدیږي یوه او بله بهانه راته کوي کله وایي، چې ښځې د کار حق نه لري او کله نورې بهانې کوي.»

د لغمان اوسېدونکې امینه چې په دغه ولایت کې یې د مربع، اچارو، چکنۍ او ترشي توکو یوه کارخونه لري هم ورته شکایت کوي او وایي، په لغمان او ننګرهار کې د یو شمېر ښځينه صنعت کارانو کارخونې د جواز نشتون او دغه راز د جواز د نه تمدید له کبله تړل شوي دي.

د هغې په خبره د یادو کارخونو په تړل کېدو سره لسګونه په کار بوختې ښځې بې روزګاره شوي دي.

امینه زیاتوي: «طالبان په څو ځلي زمونږ کارخونې ته راغلي او په همدې یې ټینګار کړی چې جواز مو تمدید کړئ، خو مونږ چې کله جواز د تمدید لپاره اړونده ادارو ته وړ، هغوی مو جوازونه نه تمدیدوي زیاتره کارخونې تړل شوي؛ غوښتنه کوو چې زموږ ستونزو ته دې پاملرنه وشي که د طالبانو حکومت مرستنه نه کوي نو زمونږ د کارونو پر وړاندې دې خنډونه هم نه جوړوي.»

ښځينه سوداګره مقدسه بیا د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د نارینه‌وو په څېر د ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.

مقدسه زیاتوي: «حکومت ته په کار ده چې ښځو ته د نارینه په څېر د کار کولو موقع برابره کړي او په ټولو ولایتونو کې دې، د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه جوړ شي څو ښځې په خپله سوداګري وکړي.»

ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو لپاره د طالبانو رییس مولوي فریدالله حقاني وايي، چې دغه ولايت کې يې د روان کال په اوږدو کې لسګونه ښځینه صنعت کارو مېرمنو ته کاري جوازونه ورکړي او د دوی له ډلې ډېر يې اوس په کارونو بوخت دي.

د هغه په خبره د پخوا په پرتله یې دغه ولایت کې د جواز اخیستلو پروسه اسانه کړې او دغه راز یې تازه په تورخم ښارګوټي کې هم بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانېستې ده.

حقاني زیاتوي: «مونږ د ټولو هیوادوالو لپاره د جواز اخیستلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې مو لسګونه ښځو ته د کار جوازونه ورکړي او د ځینو مو تمدید کړي دي، په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته او لا هڅه کې یو چې د جواز اخیستلو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ښځينه سوداګرو ته کاري جواز نه ورکول کېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو د تېرې درې کلنې واکمنۍ پرمهال د بې‌وزلي او وزګارتیا کچې په زیاتېدو سره نه‌یوازې د سوداګرو مېرمنو، بلکې د هرې برخې کارونه ټکني شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه