د ویانا د پنځمې غونډې پای؛ «نړیواله ټولنه دې له موږ سره د انتقالي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي»

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: د «یوه ولسواک افغانستان لپاره د ویانا بهیر» د پنځمې غونډې ګډونوالو په خپله وروستۍ العامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دوی دې ورسره «د یوه انتقالي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي».

دوی په هغه اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، ۱ د کب) یې خپره کړې، همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د یوه نوي مسیر د را منځ ته په کولو موخه یوه باهدفه او عملي تګلاره خپله کړي.

د دې غونډې ګډونوالو ویلي چې د افغانستان خلګ او نړۍ باید په هیواد کې د دې وضعیت په تړاو پر خپلو تګلارو فکر وکړي او د اوسني کړکېچ د حل لپاره په ډلییزه توګه اقدام وکړي.

د ویانا بهیر پنځمه غونډه پرون د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د مشر احمد مسعود او د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د مشر یاسین ضیا په شمول د طالبانو د یو شمېر مخالفینو په شتون کې پیل شوه.

د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په دې غونډه کې د افغانستان د شته ننګونو د ارزونې او د خلګو د غوښتنو د رسونې په موخه راغونډ شوي وو او د «ویانا بهیر د لار نقشې» پر بشپړولو یې کار وکړ.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د «ویانا بهیر لار نقشه» د افغانستان راتلونکی ترسیموي او د سیاسي لرلید، نړیوالو اړیکو، بشري حقونو او د افغانستان د اقتصادي چارچوپ په شمول موارد پکې ځای پر ځای شوي دي.

د دې اعلامیې له مخې، د ویانا بهیر په پنځمه غونډه کې پرېکړه شوې او یو ۱۹ کسیز کمیسیون یې د لار نقشې د وروستۍ مسودې د تصویب، له کړکېچ څخه د وتلو د طرحې جوړولو او د سیاسي جامعو جوړښتونو د رامنځ ته کولو په موخه جوړ کړی دی.

د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان له ولسي بنسټونو، له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هیوادونو، نړیوالو بنسټونو او «ولسواکو ملاتړو دولتونو» څخه غوښي چې د ویانا بهیر په لار نقشه کې مطرح شوي اصول دې د افغانستان له خلګو سره د مرستې لپاره د راتلونکو اقداماتو د یوه بنسټ په توګه ومني او اړینه مرسته دې وکړي.

د «ویانا بهیر» غونډې د اتریش د نړیوالو چارو د مطالعاتو موسسې په کوربتوب جوړېږي.

تر دې وړاندې په تېرو څلورو غونډو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو او ډلو پر انسجام او اتحاد ټینګار شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه