په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: د پاکستان دولت پرېکړه کړې چې ټول کډوال وشړي

اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي چې پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې د دې هیواد دولت پرېکړه کړې چې د «آی سي سي» او «پي او آر» کارت لرونکو په شمول ټول افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو او په نژدې راتلونکې کې له ټول پاکستان څخه وباسي.

دې سفارت خانې نن (چهارشنبه، ۱ د کب) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تایید کړې چې «له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو او همدا راز په نژدې راتلونکې کې له ټول پاکستان څخه د ټول افغان کډوالو» د شړلو برنامه «قطعي او نهایي» ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، ویلي چې د دې سفارت مسوولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په خپلو غونډه کې په داسې لنډه موده کې د ټولو کډوالو د ایستلو او په دې تړاو د پاکستان د یو اړخیزې پرېکړې په اړه اندیښنه ښوولې ده.

دې سفارت زیاته کړې چې دا موضوع له کابل سره هم شریکه شوې ده تر څو «د هیوادوالو د باعزته ستنیدنې او په دې برخه کې د شته ننګونو د ارزونې په تړاو لازم [اقدامات] وشي».

ویل کېږي چې اوس مهال له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو نیول او د هغوی د کورونو پلټنه روانه ده.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم ویلي چې دا بهیر په نااعلان شوې توګه شروع شوی دی او نړیوال بنسټونه هم خبر نه دي.

دې سفارت د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده او تر دې وروسته یوازې هغه افغانان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ژوند کولای شي چې رسمي ویزه ولري.

په تازه توګه د افغان کډوالو په چارو کې د پاکستاني عالي کمیسارۍ (سي سي ای آر) اعلان کړی چې په پاکستان کې ۲.۹ میلیون افغان کډوال شته دي چې له هغو څخه ۱.۴ میلیون وګړي ثبت شوي او ۰.۷ میلیون نور وګړي نه دې ثبت شوي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې په پاکستان کې ۱.۴۵ افغان کډوال پي او آر کارتونه لري چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ پورې د اعتبار وړ دي.

«پي او آر» کارتونه یو مهم هویتي سند دی چې ثبت شویو افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

له دې کارت سره-سره، ۸۰۰ زر نور وګړي د «افغانستان د تابعیت» پیژندنې کارت لري.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

ویل کېږي چې په لومړۍ مرحله کې چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه پیل شوې وه، تر نیم میلیون زیات هغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې اسناد یې نه لرل خپل هیواد ته ستانه کړل شول.

د افغان کډوالو د ستنولو دویمه لړۍ د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې پیل شوه چې ویل کېږي په دې مرحله کې د «افغانستان د تابعیت کارت» (اي سي سي) لرونکي هم وشړل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه