راشد خان د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې د ډیرو ویکټو اخیستلو ریکارډ جوړ کړی

اطلاعات روز: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي، چې د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې د ۶۳۳ ویکټو په اخیستلو سره د نړۍ لومړی درجه بالر شوی دی.

لوبډلمشر پر خپله فیسبوک پاڼه د خپلې دې لاسته راوړنې له امله خوښي څرګنده کړې او دا ویاړ یې د افغانستان خلکو ته ډالۍ کړی او ویلي یې دي «موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی».

راشد خان تر هغه وروسته د شل اوریزو لوبو د تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي په توګه وپېژندل شو چې د سې‌شنبې په ورځ (۱۶ د سلواغې) یې د سویلي افریقا په لیګ کې خپله ۶۳۲ ویکټ واخیسته.

راشد خان په لومړي ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شل اوریزو لوبو ته راغی او اوسمهال په دې لوبو کې ټولې ۶۳۳ ویکټې لري.

تر دې وړاندې د شل اوریزو لوبو په کچه د تر ټولو زیاتو ویکټو لومړی مقام د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډواني براوو سره و. نوموړي ټولې ۶۳۱ ویکټې درلودې.

کریک ‌انفو ورځپاڼې لیکلي، چې راشد خان د سویلي افریقا په لیګ کې د خپلې لوبډلې تر بریا وروسته وویل، چې «دا یوه ستره لاسته راوړنه ده. که تاسو لس کاله وړاندې له ما پوښتي وای، ما به باور نه وای کړی. دا د ویاړ شېبه ده چې له افغانستانه یو څوک د جدول سر ته خېژي. ډي جي براوو د شل اوریزو لوبو یو تر ټولو غوره بالر دی. دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی او هڅه کوم راسره ویې ساتم.»

د یادونې وړ ده چې راشد خان د نړۍ په کچه د آی پي ایل، ساوت افریقا لیګ، پي ایس ایل، سي پي ایل او بیګ باش په ګډون په سترو لیګونو کې لوبېدلی او لوبېږي او اوسمهال د سویلي افریقا په لیګ کې د ممبۍ انډینز کیپ ټاون لوبډلې لوبډلمشري هم کوي.

همدا راز، نوموړی د هند په آی پي ایل لیګ کې هم د ګجرات ټایټنز لوبډلې له لوري په شاوخوا ۱.۸ میلیونه ډالرو پېرل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه