د ننګرهار د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي: له کلونو راهیسې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لرو

اطلاعات روز: د ننګرهار د حصارک، شیرزادو او دور بابا ولسوالیو اوسېدونکي وایي، چې له کلونو راهیسې په روغتیايي او د نورو خدمتونو په برخه کې له پامه غورځول شوي دي.

د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکی صابر شینواری وایي، چې د تېر حکومت پرمهال د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د جګړو له کبله زیانمن شوي، کورونه یې تخریب شوي او دغه راز له روغتیایي برخې سربېره ورته په بېلابېلو برخو کې پام نه دی شوی.

د هغه په خبره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وویل: «په دور بابا ولسوالۍ کې په روغتیایي برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي ښځينه ډاکټرانې نشته او نه هم دومره روغتیایي خدمات شته چې د ټولو ناروغانو لپاره رسېدګي وکړي ډیر کله درمل خلکو ته نه رسیږي غوښتنه کوو زمونږ د ولس دا ستونزه حل شي.»

په همدې حال کې د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو پر حکومت نېوکه کوي او وایي، د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، د څښاک پاکو اوبو او د سړکونو جوړېدو برخو کې ورته څه ډول چې لازمه ده کار نه‌دی شوی چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نعیم جبارخېل وایي، چې د روغتیا برخه کې خدمات نه ‌لري او د پخوا په شان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په خبره اوسمهال په دې ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر روغتیایي مرکزونه فعال دي، خو دغه روغتیایي کلینکونه د هستوګنیزو سیمو څخه ډېر لېرې دي.

د جبارخېل په وینا یادو کلینکونو کې نه درمل شته او نه هم امبولانس چې د اړتیا پرمهال عاجل ناروغان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته ولېږدوي.
دغه راز د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی اکرام الله بیا د روغتیایي خدماتو له کمښت سربېره د درملو او د ښځېنه ډاکټرانو نشتون لویه ستونزه بولي.

د هغه په خبره دغه ولسوالۍ کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي نه لري او د قابلو کمښت یوه جدي ننګونه بولي.
هغه وايي، د روغتیایي خدمتونو نشتون او یا هم کمښت د ښځو او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

اکرام الله زیاتوي: «دلته بله ستونزه په روغتیایي مرکزونو کې د ښځېنه ډاکټرانو نشتون دی چې له کبله یې خلک مجبوریږي خپلې میرمنې د ولادت پرمهال جلال اباد ښار ته ولیږدوي غوښتنه مو دا ده چې په روغتیایي برخه کې باید ټولو ولسوالیو او خاص ډول شېرزادو ته ډیر پام وشي.»

نوموړی زیاتوي چې کلینکونو کې نارینه او ښځینه مسلکي ډاکټران هم نشته چې د سختو ناورغانو درملنه وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم په یادو ولسوالیو کې د روغتیا برخه کې ستونزې تاییدوي خو د حل ژمنه یې کوي.

د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د پخوا په پرتله اوسمهال د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه فعال دي او د مرستندویه موسېساتو په همکارۍ یې هڅې پیل کړي چې په ځېنې ولسوالیو کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې حل کړي.

رحیمي وویل: «د پخوا په پرتله اوسمهال د ننګرهار ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه فعال دي او دوی هره ورځ د سلګونه ناروغانو درملنه کوي، هڅه کې یو چې د ځینو ولسوالیو په روغتیایي برخه کې شته ستونزې د مرستندویه موسېسو په همکارۍ حل کړو د ښځينه ډاکټرانو ستونزه به هم حل شي کومې سیمې چې له روغتیایي مرکزونو لېرې دي هلته دا مهال سیار روغتیایي خدمات ترسره کېږي.»

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي داسې مهال په روغتیایي برخه کې د ټکني خدماتو شکایت کوي چې، څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي و، چې لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په موخه یې ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړي ویلي و، د هېواد په هغو سمیو کې چې روغتیایي مرکزونه پکې شتون نه‌لري، د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د ولسوالیو په سطحه ۳۱۸ روغتیايي مرکزونه جوړېږي چې خلک به یې صحي خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه