په پاکستان کې د افغان کډوالو پرلپسې نیونې؛ پولیسو په اسلام اباد کې یو شمېر ښځې او ماشومان نیولي

اطلاعات روز: په پاکستان کې د کډوالو له منځه ځیني سرچینې وايي چې د دې هیواد پولیسو د افغان کډوالو د نیولو په لړ کې یو ځل بیا ځيني ښځې او ماشومان نیولي دي.

د دې سرچینو په وینا، دا کډوال نن (جمعه، ۱۲ د سلواغې) د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په «بهارکو» سیمه کې نیول شوي دي.

هغه ویډیوګانې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې دي، پکې لیدل کېږي چې یو شمېر ښځې له وړو ماشومانو سره یو ځای نیول شوې دي.

یو غږیز پیغام چې اطلاعات روز ته استول شوی، یوه ښځه پکې وایي چې له خپلو دوو وړو ماشومانو سره نیول شوې ده.

پرون هم په پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو راپور ورکړی و چې په اسلام اباد کې پولیسو یو شمېر ښځې او ماشومان نیولي دي.

دوی وایي چې د پاکستان پولیسو نیول شوي پناه غوښتونکي «حاجي کمپ» ته انتقال کړي او له هغه ځایه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د روان میلادي کال پر مهال د پاکستان پولیسو له اسلام اباد ښاره د افغان کډوالو شړل ګړندي کړي.

دا نیونې تر هغه وروسته پیل شوې دي چې د پاکستان پولیسو ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پر مهال یې د دې هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شویو لاریونونو کې افغان کډوال نیولي دي.

تر دې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د افغانستان هیڅ وګړی نشي کولای چې د «نه اعتراض لیک» له وړاندې کولو پرته په اسلام اباد کې واوسي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغان پناه غوښتونکو نیول غندلي او غوښتنه یې کړې ده چې د «نه اعتراض لیک» سیاست دې ژر تر ژر لغو شي.

بل پلو، په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې تېره ورځ ورته په تورخم کې هغه ۶۰ افغانان سپارل شوي دي چې د قانوني اسنادو نه لرلو له وجې په پاکستان کې نیول شوي وو او تر ۲۷ ورځني زندان وروسته خوشي کړل شوي او بیرته هیواد ته ستانه کړل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه