د افغانیو د بیو ټيټوالي سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو څخه شکایت کوي او وايي، په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړېدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی فقیر حسن چې د خوراکي توکو د پېر لپاره جلال اباد ښار ته راغلی، وايي هټۍ‌وال خوراکي توکي د تېر په پرتله په لوړه  بیه پلوري.

نوموړی د طالبانو له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې په بازارونو کې باید د توکو بیې کنټرول کړي.

فقیرحسن زیاته کړه: «له کله چې هټۍوالو د ډالرو د لوړېدو اوریدلي نو په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړې شوي او هره ورځ دا بیې مخ په لوړېدو دي، اوړه، بوره، مېوه، غوړي او د تازه سبزجاتو بیې د تېر په پرتله لوړې شوي او ښاروالۍ ته په کار ده چې بیې کنټرول کړي ځکه خلک غریب دي.»

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی ریاض الله چې د لس کسیزه کورنۍ سرپرست دی هم ورته شکایت کوي او وایي، د توکو بیې تر پخوا لوړې شوي او ښاروالۍ او نورو اړونده مسوولو ادارو ته په کار ده چې د توکو بیې راټيټې کړي او پر بازار کنټرول ولري.

هغه اندېښمن دی او وايي، که چېرته د توکو بیې راټيټې نه‌شي ګڼ‌شمېر خلک به د لوږې له امله له کړاو سره مخ شي.

ریاض الله زیاتوي: «یوه اوونۍ وړاندې د یوې بورۍ تاجکي اوړو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې بیه ۱۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې همداسې د هرڅه په بیه کې سل او پنځوس افغانۍ لوړوالی راغلی او دوکانداران وایي، که ډالر لوړیږي نو توکي به هم قیمته کېږي خلک په تشویش کې دي نو طالبانو ته په کار ده چې بیې کنټرول کړي.»

د نوموړي په خبره زیاتې داسې بېوزله کورنۍ پيژني چې د توکو لوړې بیې له امله یې له تېرې یو اوونۍ راهیسې، یوه بورۍ اوړه هم نه دي اخیستي.

په همدې حال کې د جلال اباد ښار یو هټۍوال عزت شاه د اوړو په ګډون د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل مني او وایي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو ټيټوالی د دې لامل شوی چې د اوړو بیې لوړې شي.

عزت شاه وویل: «د خوراکي توکو بیې په مستقیم ډول د افغانیو او ډالرو د نرخونو پورې تړاو لري ځکه که ډالر لوړیږي، نو په بازارونو کې ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي او که کمیږي نو بیې هم ټيټیږي؛ یوه اوونۍ وړاندې د یوې بورۍ اوړو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۵۰۰ افغانۍ ته ورسېده همداسې د هر توکي په بیه کې لوړوالی راغلی.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال نقیب الله طارق بیا وايي، چې
په بازار کې یې د نرخونو د کنټرول لپاره ځانګړی کمېسیون ټاکلی او دغه راز هره اوونۍ د جلال اباد ښار هټۍ‌والو ته نوې نرخنامې ورکوي.

طارق زیاتوي: «د جلال اباد ښاروالۍ پوره هڅه کوي چې په بازارونو کې نرخونه کنټرول کړي او د دې لپاره مو نرخنامې ویشلي او بېرته یې د څار لپاره کمیسیون هم جوړ شوی که هر څوک له نرخنامې سرغړونه کوي نو له قانوني چلند سره مخ کېږي.»

بلخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کافي مالي سرچينې په واک کې لري او د بيو د ثبات، د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي. دغه بانک نن په افغانیو د یو ډالر د پیر بیه ۷۸.۱۷ او د پلور بیه یې ۷۸.۳۷ اعلان کړې.

دا یوازې ختیځ ولایتونه نه دي چې د خوراکي توکو بیې پکې لوړې شوي، بلکې د هېواد یو‌ شمېر نور ولایتونو کې هم د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټوالي له امله په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان بانک باید بازارونو ته د لا ډېرو ډالرو په وړاندې کولو سره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو مخه ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه