ننګرهار کې پر سينه بغل او تنفسي ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د سیمه ییز روغتون مسوولین وايي، چې د هوا په سړېدو سره په دې ولایت کې پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي وايي، ککړې او سړې هوا په دې وروستیو کې پر تنفسي ناروغیو د خلکو او په تېره ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده.

د هغه په خبره په ورځنۍ کچه تر سلو زیات هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم وي او پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو اخته وي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

رحیمي زیاتوي: «د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته هره ورځ له سلو زیات ماشومان چې په تنفسي ناروغۍ لکه سینه بغل، توخي او ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته وي راوړل کېږي، له دې څرګندیږي چې د هوا په سړېدو او د هوا ککړتیا له امله تنفسي ناروغۍ په ماشومانو کې زیاته شوې ده.»

د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام رسول چې څلور کلن زوی یې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې سینه‌بغل دی، وايي چې ماشوم يې لومړی ټوخی درلوده او شدیده تبه یې درلوده او د وخت په تېریدو یې اشتها بیخي مخ په کمېدو وه.

هغه وایي، نه یوازې د ده زوی بلکې په هرو دوو کورونو کې یو ماشوم په تنفسي ناروغۍ اخته دی.

غلام رسول وویل: «زوی مې نږدې څلور کلن دی له څه مودې راهیسې یې توخی درلود او بیا یې تبه شوه او همداسې خوراک هم نه کاوه او وزن یې کمېده، دلته مو چې روغتون راوړ ډاکټران وایي، چې ماشوم مو سینه بغل دی او باید بستر شي په هر کور کې ماشومان او لویان ناروغان دي.»

بلخوا یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ادعا کوي، چې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې په تنفسي ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر دومره زیات شوی، چې آن د بستر لپاره چپرکټ نه لري او زیاتره ماشومانو په پياده رو کې پراته وي.

سرچینه زیاتوي: «دومره ماشومان روغتون کې بستر دي چې په بستر کې ځای نه وي او زیاتره یې په پیاده رونو کې پراته وي، درمل کم دي او د اکسیجن کمښت هم ستونزه ده، نو غوښتنه کوو چې د ناروغانو ستونزو ته رسېدګي وکړي.»

د سرچینې په وینا زیاتره ماشومانو د درملو نشتون او د اکسیجن د کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او په بخت هغه بیداره دي چې په روغتون کې واسطه لري.

په ورته مهال د ماشومانو برخې ډاکټره شریفه درمان وايي، سینه‌بغل تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومانو کې یوه عامه ناروغي ده چې تبه، ټوخی او ژر ژر نفس اېستل یې له مهمو علایمو څخه دي.

درمان پر سینه‌بغل ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي لاروچارو په اړه کورنیو ته سپارښتنه کوي چې ماشومان بايد واکسین شي او هغه ماشومان چې پر سينه بغل اخته وي له نورو جلا شي.

درمان زیاتوي: «هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم وي پر هغوی دا ډول ناروغۍ ژر تاثیر کوي او په همدې موده کې یې پر سینه بغل ناروغۍ د اخته کېدو ویره زیاته ده، کورنیو ته په کار ده چې خپل ماشومان ګرم وساتي او نرم خواړه ورکړي.»

په همدې حال کې تازه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره ډېری ماشومان د تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ شوي دي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅې یې پیل کړي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روغتونونو ته درمل او نور تجهیزات انتقال کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه