تخار کې یو چینایي وګړی وژل شوی

اطلاعات روز: تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړې چې دغلته یو چینایي وګړی د «نامعلومو کسانو» لخوا وژل شوی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد اکبر حقاني د یاد چینایي وګړي نوم «لي» یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه تېره شپه (سې شنبه، ۲ د سلواغې) د تخار د دشت‌قلعه په لاره کې وژل شوی دی.

حقاني ویلي، چې دغه کس له خپل ترجمان سره پرته له دې چې د چینایي دفتر مسوولین او د طالبانو امنیتي چارواکي په جریان کې کړي، یوه نامعلومه ځای ته د سفر نیت درلود.

هغه زیاته کړې چې د دې چینایي وګړي ترجمان ته زیان نه دی رسېدلی.

د حقاني په وینا، چې د طالبانو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

له دې وړاندې ځایي سرچینو ویلي و، چې وسله والو غلو یو چینایي وګړی د خواجه‌بهاءالدین په ولسوالۍ کې وژلی او شاوخوا ۲۰ زره نغد امریکایي ډالر یې ورڅخه وړي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د سې شنبې ماښام د خواجه‌بهاءالدین ولسوالۍ د کتکجر په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي، چې دغه چینایي وګړي د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه او کله چې د تخار مرکز تالقان ښار ته د بیرته تګ په حال کې و، د وسله والو غلو لخوا په ډزو وژل شوی او ۲۰ زره ډالر چې د سرو زرو له پلورلو یې ترلاسه کړي و، غلا شوي دي.

تر اوسه د چین چارواکو د دې چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه