طالبان په کونړ او نورستان کې په زور د جرګو پرېکړې عملي کوي

کونړ او نورستان ولایتونو کې یو شمېر خلک چې له یو بل سره پخوانۍ دښمنۍ لري، وايي پر ځای د دې چې طالبان ګرم اړخونه مجازات کړي پر زیانمنو کورنیو په جبري ډول د جرګو پرېکړې عملي کوي.

دوی وايي، که د طالبانو د جرګو پرېکړې ونه مني په غیر مستقیم ډول پر زنداني کېدو، وهلو ـ ډبولو او حتی د پیسو پر ورکړې هم ګواښل کېږي. 

د دښمنۍ زیانمنې کورنۍ وايي، طالبان د ښکېلو اړخونو د قضیو سمه پلټنه نه کوي او هغوی چې پیسې ورکړي د همغوی په ګټه د جرګې پرېکړه لیک اوروي. 

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد چې له خپل یوه کلیوال سره یې ۲۵ کلنه دښمني درلوده شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د طالبانو د یوې بې طرفې جرګې ښکار شوی. دی وايي، طالبانو پرې د وهلو ـ ډبولو په زور د جرګې پرېکړه منلې چې نوموړی یې سخت زیانمن او هېڅ ډول غرامت نه دی ورکړل شوی. 

شېرمحمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما له خپل کلیوال سره ۲۵ کلنه دښمني لرله، د طالبانو له خوا راباندې یو طرفه جرګه ومنل شوه، مړی هم زما له کوره شوی او پر ځای د دې چې ماته تاوان راکړل شي په زور یې را باندې جرګه ومنله، حتی وهل ډبول یې راکړل.»

د نورستان په مرکز پارون کې د دغه ولایت د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ له منځه وړلو په موخه د طالبانو له لوري د جرګې مراسم/ خواله رسنۍ

کونړ مېشتي وايي، طالبان ډېری مهال د دښمنیو د پای ته رسولو په موخه، جرګو کې له ملامت لوري پیسې اخلي او د قربانیانو پر کورنیو د جرګې پرېکړې مني. 

د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، هغوی چې طالبانو ته پیسې ورکړي او دې ډلې سره ژورې اړیکې لري حاکم رژیم یې په ګټه پرېکړه کوي چې له امله یې د قربانیانو لوری له ژورې رواني ستونزې سره مخامخ کېږي. 

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی صبغت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کونړ کې زیاتره هغه کورنۍ چې مړي یې کړي وي او ملامت وي طالبانو ته پیسې ورکوي او دوی یې د همغوی په ګټه فیصله کوي، زیانمن طرف ته نه د قرباني کېدو تاوان ورکوي، نه یې سم عذر کوي، ما سره یې خپله همداسې کار وکړ، زما ورور کلیوالو وژلی و، نه یې راته تاوان راکړ نه یې زما عذر وکړ مقابل طرف نه یې پیسې اخېستې وې، راغلل په زور یې را باندې جرګه ومنله او په خط کې یې راباندې ګوتې ولګولې.»

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، طالبان د دښمني د قضیو سمه پلټنه نه کوي چې له امله یې نورې ستونزې زېږېدلي دي.

دوی د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې له عدالت او انصاف کار واخلي او د پیسو په بدل کې د جرګو له پرمخ وړلو لاس واخلي او د قرآن او شریعت له مخې دې پرېکړې وکړي. 

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی لیاقت سالارزی زیاتوي: «د طالبانو د جرګو ټولو فیصلې د اسلام او شریعت خلاف دي، دوی (طالبان) وايي چې مونږ اسلامي نظام لرو؛ خو ټولې فیصلې یې د دین ضد دي، زیانمن لوری نه ګوري، له مقابل لوري د دښمنۍ ختمولو لپاره پیسې اخلي او د همغه په ګټه جرګه کوي، زما غوښتنه دا ده چې دوی باید د قانون او شریعت مطابق فیصلې وکړي، ځکه د دوی داسې فیصلو خلک له روحي فشار سره مخ کړي.» 

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د طالبانو له لوري د جرګې مراسم چې زیانمن لوری یې پرېکړه یو طرفه یادوي/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې نورستان کې هم یو شمېر خلک چې طالبانو یې د دښمنیو جرګې کړي، وايي حاکم رژیم د دوی له همغږۍ پرته د جرګې پرېکړه لیک لیکي چې قرباني لوری سخت زیانمنېږي. 

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدنکي د طالبانو اوسنۍ جرګې یو طرفه یادوي او غوښتنه کوي چې تر بشپړې ارزونې وروسته دې د جرګې پرېکړې وکړي، ترڅو قرباني کورنۍ زیانمنه نه شي.

د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی نور سلام له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د اوسني حکومت [طالبانو] ټولې جرګې یو طرفه دي څوک چې ورته پیسې ورکړي د همغوی په ګټه فیصله کوي، په دې کار سره د قرباني کورنۍ لا تاواني کېږي؛ ځکه یو طرف یې له کوره مړ شوی وي بل طرف ورته مالي تاوان نه ورکول کېږي، زما غوښتنه دا ده چې باید طالبان دا هرڅه ارزیابي کړي او له هغه وروسته دې جرګې وکړي.» 

موږ هڅه وکړه چې کونړ او نورستان ولایتونو کې د ځايي خلکو د شکایتونو او نیوکو په تړاو په دغو ولایتونو کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو. 

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د کونړ او نورستان په مرکزونو او لېرې پرتو ولسوالیو کې د ګڼو دښمنیو د له منځه وړلو خبرونه ورکړي، هغه څه چې د قربانیانو کورنۍ یې یو لوریزې پرېکړې یادوي.

یادونه: په دغه راپور کې ذکر شوي نومونه د امنیتي ستونزو له امله مستعار لیکل شوي دي. 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه