اطلاعات روز: د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، امریکا او طالبان باید دوحې تړون ژمنې باید خوندي کړي.
دغه ناسته چې نن (پنج شنبه، ۲۸ د کب) د روسیې هېواد پلازمېنې مسکو کې د افغان حکومت، طالبانو د چین او پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو او د امریکا پلاوو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو ګډون درلود، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وینا پرانیستل شوه.
ښاغلي لاوروف وویل، د سولې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره خبرې یوازینۍ ډیپلوماټیکي لاره ده او په وینا یې چې د جوړېدو له لارې یوه هوکړه لاسته راتلی شي. نوموړي زیاته کړه چې ټول اړخونه باید پوه شي، چې یوې سیاسي هوکړې ته رسېدو کې یې ګټې دي.
سرګي لاوروف وویل، نور هېوادونه باید لکه روسیه هڅه وکړي چې د افغانستان دننه سیاسي ځواکونو سره چې سیاسي څېرې دي، د سولې خبرو لړۍ بریالتوب لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي دغه راز وویل، د افغان سولې لړۍ باید په خپله د افغانانو په رهبرۍ وي او مداخله په کې و نه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دغه راز له امریکا او طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون په اړه شوې ټولې ژمنې خوندي کړي.
دغه یوه ورځنۍ ناسته چې د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شوه، پاتې برخې یې د بندو دروازو تر شا تر سره کیږي. لاوروف دغه راز وویل، روسیه تیاره ده چې د اړتیا پر مهال د افغانانو ترمنځ ناستې ترسره کړي.
د مسکو دا ناسته مقدماتي او د ترکیې ناستې ته زمینه جوړوونکې یاده شوې ده. د ترکیې ناسته ټاکل شوې چې د روان زېږدیز کال اپرېل میاشت کې ترسره شي.
