د ښځو پر کار بندیز؛ «طالبانو یوه ۱۹ کلنه نجلۍ له خپل کارفرما سره واده کولو ته اړه کړې»

Photograph: Haniya Frotan/Rukhshana Media

اطلاعات روز: ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو یوه ۱۹ کلنه نجلۍ او د هغې ۴۲ کلن واده لرونکی کارفرما د پولیسو په یوه حوزه کې واده کولو ته اړ کړي دي.

دې رسنۍ نن (دوشنبه، ۲۴ د مرغومي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې پر مهال د کابل په یوه غریب مېشته سیمه کې شوې ده.

د ګارډین په راپور کې دا نجلۍ د «سمیر» او د هغې کارفرما د «محمد» په مستعارو نومونو یاد شوي دي.

له دې راپور سره سم، سمیرا د غالۍ اوبدلو په یوه فابریکه کې چې د کابل د یوې غریب میشتې سیمې د یوې نیم‌کاره ودانۍ په زیرزمیني کې فعاله وه او د ۴۲ کلن محمد له لوري مدیریت کېده، تر شلو زیاتو نورو ښځو سره یو ځای کار کاوه او د میاشتې یې اووه زره افغانۍ معاش اخیسته.

له دې راپور سره سم، د جولای میاشتې په یوه ورځ کې سمیرا د خپل معاش د تر لاسه کولو لپاره د غالۍ اوبدلو کارځای ته ولاړه او په دروازه کې ولاړه وه، تر څو یې کارفرما د غرمې ډوډۍ وخوري او د دې معاش ورته ورکړي.

د ګارډین په راپور کې د دې ۱۹ کلنې نجلۍ له خولې ویل شوي چې په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین متوجې شول او دې ته راغلل.

سمیرا وویل چې طالبانو ترې وپوښتل چې «دا سړی (کارفرما) دې څه کېږي؟ ولې یوازې یې؟ دلته څه کار کوې؟ څرنګه داسې څه ته اجازه ورکوې؟ ولې له هغه چا سره چې محرم دې نه دی، یو ځای یې؟»

دې ویلي: «هر څومره پوښتنې چې یې وکړې، له ما سره ځواب نه وو ځکه په سپکوونکې او نامناسبو الفاظو یې خبرې راسره کولې. زه یې موټر ته وخېژولم او د پولیسو پوستې ته یې یووړم.»

د ګارډین له راپور سره سم، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو سمیرا او د هغې کارفرما د «نامشروعو اړیکو» په تور ونیول او د پولیسو یوې پوستې ته یې یووړل او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې کورنۍ را وغواړي.

سمیرا وایي چې دې له وېري ونشوای کولای د خپل پلار شمېره طالبانو ته ورکړي او د دې پر ځای یې د خپلې خور «یاسمین» او د هغې د مېړه شمېره ورکړه.

د ګارډین په راپور کې ویل شوي چې یاسمین او د هغې مېړه د سمیرا د امنیت له ویرې او دا چې ښایي زنداني شي، طالبانو ته وویل چې دا او محمد (د دې کارفرما) کوژدن دي. له راپور سره سم، د محمد کورنۍ هم د وېرې له امله بانه وکړه او ویې ویل چې کوژدن دي.

له دې راپور سره سم، طالبانو له کومې څېړنې پرته سمیرا اړه کړه چې له خپل کارفرما سره واده وکړي او د هغوی د واده مراسم یې په هماغه ورځ د پولیسو په پوسته کې ترسره کړل او شاهدان یې د هغې خور، د سمیرا د خور مېړه او د محمد پلار و.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د واده د مراسمو تر ترسره کولو وروسته دوی د محمد کور ته یووړل، خو د سمیرا ویر همدلته پای ته ونه رسید او د خپلې کورنۍ په خبریدو سره یې دوام پیدا کړ.

له دې راپور سره سم، کله چې د سمیرا پلار، د هغې مشر ورور او کاکا یې له دې کیسې خبر شول، د محمد کور ته راغلل او سمیرا یې ووهله؛ ان تر دې چې پر تندي داغونه یې شپږ میاشتې وروسته هم ښکاري.

د سمیرا پلار وویل: «زما ابرو خو ولاړه. څنګه به له ګاونډیانو او ټولنې سره مخ کېږم؟»

یاسمین او د یاسمین خور سمیرا هڅه وکړه چې دی قانع کړي او سمیرا خپل کور ته راولي، خو ګټه یې ونه کړه.

دې ویلي: «په ځلونو مې زارۍ وکړې او ومې ویل چې سمیرا هیڅ تېروتنه نه ده کړې او دا یو ناسم پوهاوی و. له هغه مې وغوښتل چې سمیرا ته دې د بیرته راتګ اجازه ورکړي خو هیچا خبره وانه ورېده، حتا مور مې هم.»

له راپور سره سم، سمیرا لا هم له محمد، د هغې له لومړۍ میرمنې او اولادونو سره ژوند کوي او وایي چې له خپګان سره مخ ده او یوازینی ځای چې ورتللای شي د خپلې خور یاسمین کور دی.

دې ویلي چې مور او پلار یې ورسره خبرې نه کوي او زیاته کړې یې ده چې د کورنۍ نارینه یې «له طالبانو سره هیڅ توپیر نه لري».

د افغانستان د پخواني د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د «رواداري» په نوم د بشري حقونو د بنسټ مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې له سمیرا سره څه شوي دي، داسې پېښې نادرې نه دي، خو ډېری ښځې یې له بیانولو وېرېږي.

دې ویلي: «د خلګو د واده په تړاو د طالبانو د افرادو صلاحیت په قانون کې مشخص نه دی. د طالبانو چارواکي خپلو ځانو ته حق ورکوي چې د خلګو د ازادۍ او ژوند په تړاو پرېکړې وکړي، پرته له دې چې د هغو پر پایلو غور وکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو د جبري ودونو پېښې په ځانګړې توګه د دې ډلې له افرادو سره زیاتې شوې دي.

مګر دا ډله په عین مهال کې ادعا کوي چې د جبري ودونو د لسګونو پېښو مخه یې نیولې ده او د داسې ودونو مخنیوی کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ هم ګارډین ته ویلي چې د ماشومانو او جبري ودونو په لسګونو راپورونه یې له کوم مجازات پرته تر لاسه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه