د امریکا د استازو جرګې غړې: طالبان باید د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو یو سېنټ هم ترلاسه نه کړي

اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې غړې انا پاولینا لونا ویلي، چې طالبان باید د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو یو سېنټ هم ترلاسه نه کړي.

نوموړې ​​ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «موږ هره اونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالر ورکوو، هماغه ډله چې زموږ حاکمیت او امنیت ګواښي.»

د امریکا د استازو جرګې دې غړې د جرګې د بل غړي ټیم بورچېټ لخوا د وړاندې شوې لایحې ملاتړ کړې چې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي مخه نیسي.

ټیم بورچېټ وايي، چې هغه د «ترهګرو لپاره د مالیې ډالر نه» په نوم یوه لایحه وړاندې کړې، ترڅو طالبان د امریکا مالي مرستو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

د هغه په ​​وینا، دا لایحه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دېته اړ کړي، چې طالبانو ته د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخالفت لپاره یوه پالیسي جوړه او پلي کړي.

ټیم بورچېټ مخکې له دې ډونالډ ټرمپ ته په خپل لیک کې طالبانو ته د بهرنیو مرستو د لیږلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او د ټرمپ ادارې سره یې د کار کولو لیوالتیا ښودلې وه ترڅو «ترهګرو» ته د مالیاتي ډالرو د لیږد مخه ونیسي.

هغه لیکلي چې د کانګرس د ۱۱۸مې غونډې په جریان کې پوه شو چې د بایډن ادارې په مشرۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته پیسې لیږدوي.

ټرمپ پخپله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا کړې چې متحده ایالاتو د افغانستان طالبانو ته «ملیاردونه» ډالر لیږلي دي، چې په وینا یې دا د باور وړ نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت هم طالبانو ته د مستقیم مالي مرستې ورکولو څخه انکار کوي.

طالبانو هم څرګنده کړې، چې دې ډلې له متحده ایالاتو څخه یوه پیسع هم نه ده ترلاسه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه