جلال اباد ښار کې د طالبانو سره په نښته کې یو «غل» وژل شوی او یو طالب ټپي دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالب سرتیرو سره په نښته کې یو «وسله وال غل» وژل شوی دی.

د دې ولایت امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز وایي، چې دا پېښه نن سهار (شنبه، ۲۲ د مرغومې) د دې قومندانۍ قراول ته څیرمه هغه مهال رامنځته شوې چې وسله والو غلو له یو بل کس څخه مبایل او نور توکي غلا کړي وو او هڅه یې کوله له سیمې وتښتي.

د نوموړي په خبره وسله وال غلو له طالب سرتیرو سره په مقاومت لاس پورې کړی، چې پرمهال یې یو غل وژل شوی او د وسله والو غلو په ډزو بیا یو طالب سرتیری ټپي شوی دی.

مبارز زیاتوي: « يو کس له بل کس څخه مبايل او نور توکي غلا کړي وو او په رېکشاه کې يې د تښتېدو هڅه کوله، چې زيانمن شوي کس همماله د امنيې قومندانۍ د قراول مجاهدينو او ترافيکو ته خبر ورکړ، چې امنيتي منسوبينو د يادې رېکشې مخه ونيوله، غلو په طالبانو ډزې وکړې، په ډزو کې يې يو طالب ټپي کړی او د غلو له ډلې رېکشه چلوونکی د امنيتي ځواکونو په دفاعي هغو ډزو کې وژل شوی، چې له ساحې څخه د تښتې په حال کې و، د وژل شوي کس له جېبه غلا شوي توکي راوېستل شوي او نور ملګري يې تښتېدلي دي.»

د ده په وینا، چې هیچاته د ښاریانو د امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي او هر هغه څوک چې په غیر قانوني کارونو لاس پورې کوي دوی به یې پر وړاندې تر ټولو جدي قانوني اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې وسله والې غلاوې زیاتې شوي او د ښاریانو ژوند یې تریخ کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه