ننګرهار کې د مخابراتي شبکو ناسم کیفیت او کمزوری فعالیت؛ خلک اړیږي د کور کلي لوړ ځای ته لاړ شي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار اوسیدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له ناسم کیفت او کمزوري فعالیت شکایت کوي. ننګرهار میشتي وایې، نه یوازې په ولسوالیو بلکې د ښار په ډیرو برخو کې هم مخابراتي خدمات ډېر کله ټکني وي، چې د خلکو اړتیاوې په وخت نشي پوره کولای.

د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی محمد نسیم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، زوی يې يو بهرني هيواد کې دی، کله چې ورسره د انټرنيټ له لارې اړيکه نيسي کار نه کوي، بيا مجبوريږي چې احوال يې د ټیلیفون له لارې په لوړه بيه واخلي خو هغه هم داسې کار نه کوي چې د حال احوال پوره تسلي يې پرې وشي.

هغه وایې، اوس چې د انټرنېټ نړۍ ده او ډېر کارونه او اړيکې په انټرنېټ پورې تړلي خو ننګرهار کې د مخابراتي شبکو ناسم فعالیت دا چاره تر ډیره ټکنۍ کړې ده. هغه په دې ولایت د مخابراتي شبکو له غږيزو او انټرنيټي خدمتونو شکايت کوي.

نسیم زیاتوي: «ډیره کله چې مونږ له خپلو دوستان او بهر او یا داخل کې د انیترنیت له لارې اړیکه نیسو نو مصرف مو کیږي او خبرې پرې سمې نه کیږي، غوښتنه مو دا ده چې دغه ستونزه دې حل شي او داسې یوه لاره دې ورته ولټول شي چې هم خلکو او هم ولس ته ګټه وي.»

ننګرهار کې د مخابراتي شبکو تت فعالیت زده کړیالان هم له ستونزو سره مخ کړي دي. الله یار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا تېرو څو مياشتو کې چې د پوهنتون درسونه يې انلاين و له ډېرو ستونزو سره مخ و او کله نا کله خو مجبورېده چې د درس د تر لاسه کولو لپاره چې انټرنيټ کار نه کاوه تر پوهنتونه لاړ شي او درسي مواد تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «د کرونا پرمهال چې زمونږ پوهنتونونه رخصت وو او درسونو مو انلاین وو، نو له سختو ستونزو سره مخ وو، انترنیت هم سم کار نه کاوه او ډیر کله به مجبوریدو چې ادارې ته ورشو او په فلش کې درسي مواد واخلو، هیله ده راتلوونکې کې دغه ستونزه حل شي.»

ننګرهار کې د مخابراتي شبکو تت فعالیت زده کړیالان هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د جلال اباد ښار سربېره په ولسواليو کې هم د مخابراتي شبکو ګټه اخېستونکي له ستونزو سره مخ دي او په ډيرو ولسواليو کې خو يې لا فعالیت په نشت حساب دی. شمس الرحمن د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، ډير کله د مخابراتي شبکو د تت فعالیت له امله له خپلو خپلوانو سره د اړيکو په نيولو کې له ستونزو سره مخ وي.

نوموړی وايي، يوازې يوه شبکه دغلته فعاليت کوي چې انټرنيټ خو يې سيمه کې بيخي «2G»  دی او غږيز خدمتونه هم ځکه ناسم دي چې مجبور يې بايد د کور لوړ ځای ته پورته شي او اړيکه ونيسې. هغه له مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه کوي چې په ننګرهار کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «نه یوازې دا چې د ننګرهار په مرکز کې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي بلکې په په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې هم فعالیت په نشت حساب دی په حصارک، شیرزاد، هسکه مېنه او نورو ولسوالیو کې خو بیخي فعالیت نه کوي غوښتنه مو دا ده چې دغې ستونزې ته اړوند ه ادارې کار وکړي.»

ځینې ننګرهاریان وایي، ډېری وخت اړ کیږي چې د کور کلي لوړو ځایونو ته پورته شي، څو ټیلیفون او نېټ کار وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو مسوولينو سره د مخابراتي خدماتو ښه کولو په موخه یې خبرې کړې دي. د ننګرهار مرستیال والي ببرک مياخېل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د اترا مرکزي ادارې له رييس او د مخابراتي شرکتونو مسوولينو سره یې د ويډيوي کنفرانس له لارې په دې ولايت کې د مخابراتي خدمتونو ښه کولو او ستونزو حل په موخه خبرې کړي او هیله مند دی چې شته ستونزې به حل شي.

میاخیل زیاته کړه: «د اترا ادارې له رئیس او نورو خصوصي مخابراتي شرکتونو له مسولینو سره مو په ټولو ولسواليو کې د مخابراتي ستونزو حلولو، په تازه امن شويو سيمو کې د مخابراتي فعاليتونو پيلولو، د انټرنیټ چټکتيا 4G  ته لوړولو، د انټرنیټي کڅوړو بيو ښکته کولو او يو شمېر نورو برخو کې غوښتنې او وړانديزونه مو له دغه ادارو سره شریک کړي تمه شته چې په مخابراتي شبکو کې شته ستونزې به حل شي او همدا راز يې ۱۴۰۰ کال لپاره د مخابراتو اړوند پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل چې مثبت بدلون به رامنځته شي.»

په همدې حال کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وازرت د اترا مطبوعاتي مسوول سعید شینواری وایي، چې د ننګرهار په هغه ولسوالیو کې چې د جګړو له امله په کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه دریدلي و هڅې پیل کړي چې بیا یې فعاله کړي.

شینواري زیاته کړه: «د ننګرهار هغه سیمو کې چې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي او د جګړو له امله یې فعالیت دریدلی و مونږ بیرته د خصوصي شبکو له مسولینو سره خبره کړې او انشاالله چې بیا به فعالیت پیل کړي.»

د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې د هیواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلک یې له مخابراتي اسانتیاوو برخمن دي، خو دغو ستونزو ته په کتو څرګندېږي چې تر دې مهاله هم خلک د مخابراتي شبکو د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه