سلګونه پخوانیو سرتیرو له ټرمپ غوښتي چې د خطر سره مخ افغانانو د بیا میشتیدنې پروګرام ته دوام ورکړي

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: د امریکا سلګونه پخوانیو سرتیرو او اوسنیو او پخوانیو چارواکو په یو لیک کې د دغه هېواد د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه کړې، چې د هغو افغانانو لپاره چې له امریکا سره یې همکاري کړې د ویزو او بیا مېشتېدنې پروګرامونه جاري وساتي.

دا لیک چې رویټرز ورته کتنه کړې، څه باندې ۳۸۰ کسانو لاسلیک کړی چې ټرمپ او د کانګرس مشرانو ته به واستول شي.

لاسلیک کوونکو ویلي: «زموږ څخه ډیریو د افغان ژباړونکو، سرتیرو او کورنیو سره نږدې کار کړی چې زموږ د ساتنې او لارښوونې لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي دي. اوس د دوی پریښودل د هغه ارزښتونو سره خیانت دی چې موږ یې د دفاع لپاره مبارزه کړې او هغه باور چې د کلونو ګډې مبارزې او قربانۍ له لارې رامنځته شوی.»

په دې لیک کې له ټرمپ او د کانګرس له مشرانو غوښتل شوي چې د خطر سره مخامخ افغان اتباعو او د هغوی د کورنیو د بیا میشتیدنې لپاره مالي مرستو ته دوام ورکړي او کانګرس د مهاجرت ۵۰ زره ځانګړي ویزې (اس‌آی‌وي) تصویب کړي.

رویټرز لیکلي، چې ښایي اوسنۍ ۵۰زره او ۵۰۰ (اس‌آی‌وي) ویزې د دوبي په وروستیو یا د مني په پیل کې پای ته ورسیږي.

د «افغان واک» رییس شان وان ډایور ویلي، چې دا لیک هغه اندیښنې منعکسوي چې ټرمپ به د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د خپلې ژمنې د یوې برخې په توګه د (اس‌آی‌وي) او بیا میشتیدنې پروګرامونه محدود کړي.

هغه رویټرز ته ویلي: «یوه واقعي ویره شتون لري چې ولسمشر ټرمپ او سټیفن میلر به یو ځل بیا د بوروکراټیکی خنډونه رامنځته کړي چې د اس‌آی‌وي او د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرامونه به ورو یا حتی ودروي او یو ځل بیا به زموږ افغان متحدین پریږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز، چې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر او په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د (اس‌آی‌وي) او بیا میشتیدنې له پروګرامونو په کلکه ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په داسې حال کې چې وروستی امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګست  کې له افغانستانه د وتلو په حال کې وو، تر ۱۸۳زره ډیر د خطر سره مخ افغان وکړي او د هغوی د کورنیو غړي یې په امریکا کې میشت کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې دامهال د (اس‌آی‌وي) د ۲۰زرو څخه ډیر غوښتنلیکونه څیړل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې شاوخوا ۴۰ سلنه غوښتنلیکونه رد شوې دي.

د امریکا یو شمېر پخواني افغان کارکوونکي د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې درېیمو هېوادونو ته انتقال شوي او هلته په دې تمه دي، ترڅو یې دوسیې بشپړې او امریکا ته انتقال شي.

د دغو کارکوونکو یو شمېر په پاکستان کې مېشت دي او د پاکستان د حکومت د وروستیو اقداماتو له امله افغانستان ته د ایستلو له خطر سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه