د خبریالانو نړیوال مرکز: د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۱۲۲ خبریالان او رسنیز کارمندان وژل شوي دي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د خبریالانو نړیوال مرکز وایي چې د ۲۰۲۴ ميلادي کال پر مهال په نړۍ کې ۱۲۲ خبریالان او رسنیز کارمندان وژل شوي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۱۱ د مرغومي) د خپلو کلنیو شمېرو په خپرولو سره ویلي چې د وژل شویو تر منځ ۱۴ ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارمندانې دي.

د خبریالانو نړیوال مرکز ویلي چې له دې خبریالانو ۵۸ سلنه یې د غزې په جګړه کې وژل شوي او په دې کې ۶۴ فلسطیني خبریالان، شپږ لبناني او یو سوري خبریال شامل دي.

د دې بنسټ له شمېرو سره سم، د غزې د جګړې له پیله بیا تر اوسه ټولټال لږ تر لږه ۱۴۷ خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو د نړیوال مرکز راپور وایي چې په مجموع کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۷۷ خبریالان په منځني ختیځ او عربي نړۍ، ۲۲ خبریالان په اسیا او اقیانوسیه، ۱۰ خبریالان په افریقا، نهه خبریالان په امریکا او څلور په اروپا او د اوکراین په جګړه کې وژل شوي دي.

زنداني خبریالان

د خبریالانو نړیوال مرکز په خپل راپور کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د دوو خبریالانو په شمول ۵۱۶ خبریالان په زندان کې دي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، د «افغان نیوز» خبري اژانس خبریال مهدي انصار او د ازادي راډیو د خپرونو چلوونکی حبیب تاثیر هغه دوه خبریالان دي چې په افغانستان کې زنداني دي.

د خبریالانو نړیوال مرکز ویلي چې دا ارقام د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله د زنداني خبریالانو شمېر زیات ښیي.

دې مرکز ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې ۴۲۷ او د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۳۷۵ خبریالان زنداني وو.

د خبریالانو نړیوال مرکز ویلي چې د هنګ کنګ په شمول په چین کې تر ټولو زیات خبریالان زنداني دي او په دې هیواد کې ۱۳۵ خبریالان په زندان کې دي.

تر چین وروسته دویم اسراییل دي او په دې هیواد کې ۵۹ فلسطیني خبریالان بندیان دي.

د خبریالانو د نړیوال مرکز مشر انتوني بلینګارد د ۲۰۲۴ کال پر مهال د خبریالانو د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې او د هغوی د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

ده د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو الزامي کنوانسیون تصویب کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه