د خبریالانو ملي ورځ؛ ختیځ کې خبریالان په وېره کار کوي

اطلاعات روز: د افغانستان ختیځ کې خبریالان د ځاني او کاري خوندیتوب له نشتوالي اندېښنه لري او خپل کار په وېرې سره مخته وړي.

د راپورونو پر بنسټ، د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې یوولس افغان خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نیږدې شل ټپيان شوي، چې ورسره ټول هېواد کې د خبریالانو او رسنوالو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې.

په وژل شویو خبریالانو کې یوازې څلور د ننګرهار د یوې خصوصې رسنۍ کارمندانې وې. ختیځ کې خبریالان او درسنیو کارکوونکي وروستی امنیتي حالت د دوی د ژوند او کار لپاره اندېښمنوونکی بولي او پر حکومت غږ کوي، چې د دوی ژوند ژغورنې له پاره دې پر ګټورو لارو، چارو غور وکړي.

خبریال امید دیدار له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د امنیتي حالت د خرابۍ تر څنګ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د کاري خوندیتوب نشتوالی او ټوله کې دوی ته د دوی د حقونو د نه ورکړې ستونزه هغه څه یادوي، چې د خبریالانو پر ژوند او کار یې منفي اغېز کړی دی.

دیدار زیاتوي: «نه یوازې دا چې خبریالان له امنیتي ننګونو سره مخ دي بلکې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د دوی د حقوقو نه ورکړل او په کاري برخه کې ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې خبریالان یې اندیښمن کړي دي.»

ختیځ کې د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري وروستیو امنیتي حالاتو ته په کتو له حکومت غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې هواري تر څنګ دې د خبریالانو ژوند ژغورنې ته جدي پام وکړي.

عمري زیاته کړه: «په وروستیو کې نه یوازې دا چې امنیتي ستونزې دي، اطلاعاتو ته لاسرسی هم محدود شوی دی، امنیتي او نورې ادارې هم په خپل وخت له خبریالانو سره مالومات نه شریکوي، همدا لامل دی چې خبریالان پر وخت او سمه توګه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري. زموږ غوښتنه داده، چې حکومت هم د امنیت او هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه ځواب ووایي.»

یو بل خبریال یوسف ظریفي بیا اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، وروستي ناسم امنیتي حالت د ده پر ژوند او کار دومره اغېز کړی، چې له امله یې دی په ډاډه زړه له کوره دفتر او خبري ناستو کې ګډون نشي کولای.

ظریفي زیاته کړه: «دا ډېر وخت زه کوښښ کومه چې له کوره کار وکړم، ځکه بهر وتل د خبریال له پاره د مرګ په بدل تمامېږي. دا ناشوني ده، چې ټول ژوند کور کې تېر کړو. تر څو چې د ټول ننګرهار امنیت نه وي ښه شوی، موږ خوندي نه یو باید د ټول ننګرهار د امنیت له پاره جدي اقدامات وشي.»

په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې خبر ورکړی، چې روان لمریز کال یوازې ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپږ پېښې ثبت شوي او که حالات همداسې روان وي، نو ویره شته، چې دا شمېرې زیاتې شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي د خبریالانو پېښو ته د حکومت رسېدنه قانع کوونکې نه بولي او دې برخه کې د لا ډېر او جدي کار غوښتنه کوي. هاشمي زیاتوي: «دولت چې کوم اقدامات د رسنیو د تهدید برخه کې مرسته کړې مننه ترې کوو؛ ولې کافي یې نه بولو، زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې دې وڅیړي او هم دې د دوی قاتلین ته سزا ورکړي چې په دې سره به زمونږ یو څه قناعت حاصل شي.»

هر کال د کب ۲۷مه د خبریال د ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو خبریالان نیوکه لري چې حکومت او د رسنیو مالکان په دغې نوم دوی تېر باسي، د دوی حقوق نه ورکوي او ستونزو ته یې رسېدنه نه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه