د پاکستان استازي کابل ته د خپل سفر په تړاو شهباز شریف ته وضاحت ورکړ

Photo: @AmbassadorSadiq

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دې چې په دې لیدنه کې یې کابل ته د خپل سفر او د دوه اړخیزو اړیکو د اوسني وضعیت په اړه وضاحت ورکړ.

ده دا خبر نن (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) پر ایکس خپور کړی، خو له شهباز شریف سره یې د خپلو خبرو نور جزییات نه دې ورکړي.

محمد صادق تېره اونۍ کابل ته ولاړ او د طالبانو له چارواکو سره یې ولیدل.

کابل ته د نوموړي له سفر سره هممهاله د پاکستان پوځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوایي برید وکړ.

پاکستاني چارواکي وایي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پناهځایونه یې په نښه کړي دي خو طالبان وایي چې د پاکستان په بمبارۍ کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي او له امله یې ۴۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان هوایي بریدونو ته طالبانو سخت غبرګون وښود.

د دې ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پاتېږي.

دې وزارت د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان پر خاوره یې انتقامي برید کړی دی.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې تر ډیورنډ کرښې هاخوا ته یې «د شریرو عناصرو او د هغو د ملاتړو مرکزونه او پټنځایونه» په نښه کړي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو د دې هیواد پر پوله د وسلوالو کسانو برید تایید کړی دی او ویلي یې دې چې د پاکستاني ځواکونو په متقابلو بریدونو کې وسلوالو کسانو او طالبانو پر شاتګ کړی.

پاکستاني رسنیو د دې هیواد د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه «وسلوال» چې د طالبانو غړي هم پکې شامل و، وژل شوي او «ګڼ شمېر» ژوبل شوي دي.

پاکستان وایي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پناهځایونه لري او له دې هیواده پر پاکستان بریدونه کوي.

خو طالبان دا ادعا ردوي او وایي چې ټي ټي پي په پاکستان کې دي او د دې هیواد ځیني سیمې یې تر ولکې لاندې دي.

په عین مهال کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي ویلي چې طالبان باید په راتلونکو ورځو او اونیو کې پرېکړه وکړي چې د پاکستان د دولت او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه