د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان د افغانستان د کال غوره خبریالان شول

اطلاعات روز: د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان لیاقت لایق او عصمت الله سروش د «افغانستان خبریالانو مرکز» له خوا د افغانستان د کال غوره لسو خبریالانو ډله کې وټاکل شول.

د « افغانستان د کال خبریال» سیالیو برنامو اتمې دورې پرېکړه کوونکي پلاوي د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه راپورونه «۹۱ کوډ د شخصي لګښتونو ولکه کې» او «سهم لرونکې زده کړې؛ د کانکور سهمیې څرنګه طرح او پلې شوې دي؟» تر ارزونې لاندې نیولي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق چې د ۹۱ کوډ بودجې لګښت څرنګوالی لیکلی، د «کال خبریال» په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی لایق تېر کال هم د «افغانستان د کال خبریال» وټاکل شو.

سږ کال د لیاقت لایق ترڅنګ د پیک څېړنیز مرکز خبریاله فخریه رادفر او د هشت صبح ورځپاڼې خبریاله اسیه حمزه اي هم د افغانستان د کال خبریالانو په توګه ټاکل شوې دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې بل خبریال عصمت الله سروش، چې «سهم لرونکې زده کړې؛ د کانکور سهمیې څرنګه طرح او پلې شوې دي؟» راپور له امله د افغانستان د لس غوره خبریالانو یو وټاکل شو.

د ۹۱ کوډ راپور

اطلاعات روز ورځپاڼې د روان کال د لیندۍ په ۱۷مه د «۹۱ کوډ د شخصي لګښتونو ولکه کې» تر عنوان لاندې خپور کړی چې د هغې پر بنسټ، د ۱۳۹۸ل کال ملي بودجې ۹۱ پالیسي کوډ نااصولي او په شخصي موخو لګولی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې د دې راپور موندنې ښیي چې د ۹۱ له کوډه میلیونونه افغانۍ د کور پېرلو او کرایې، زرهي موټرو، اپارتمان، د الوت ټکټونو بیو، د وګړو درملنې لګښتونو، د کورنیو «معیشیت او سهولتونو»، د چارواکو او وګړو د سفر هراړخیزه لګښتونو، امتیازي معاش، د اضافي بستونو معاشونو، د دسترخوان لګښتونو، د ګوندي مراسمو لګښتونو، د ځینو ډلو، دولتي چارواکو او له دولت بېرون وګړو ته نقدي او هڅوونکو مرستو لپاره راوستې دي.

دغه راز موندنې ښیي چې د ۹۱ پالیسي کوډ بودجې بله عمده برخه په ۹۸ مالي کال کې نورو مبهمو او ناټاکلو موخو لپاره، چې له هغې یې کله د «ملاتړي لګښتونو» په توګه یاده کړې، لګول شوي دي.

د دې کوډ ځینې برخې د جوماتونو جوړولو، د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت، د خپلواکۍ جشن، د ملي امنیت ریاست «اوپراتیفي» لګښتونو، د قومي شخړو حل پلاوو لګښتونو او پر نورو برنامو لګولي دي.

دغه لګښتونو په ۲۵ ادارو کې لږ تر لږه د اجراییه رییس په ۹۵ حکمونو او د ولسمشر په ۱۹۷ حکمونو ترسره شوي دي او د ولسمشر د سلاکارانو، د دولت کارکوونکو، سفیرانو، ځینو کورنیو او له دولته بېرون وګړو په ګډون لسګونه تنو له هغې په مشخص او نامشخصو موخو ګټنه اخیستې ده.

دا راپور له دې سره چې ټولنیزو شبکو کې پراخو غبرګونونو سره مخ شو، دغه راز د ولسي جرګې بېلابېلو غونډو کې تر بحث لاندې راغی. ولسي جرګې د ۱۴۰۰ل کال ملي بودجې سند کې ۹۱ کوډ ته کمې پیسې ځانګړې کړې او د دې کوډ د لګښت پر څرنګوالي یې هم محدودیتونه ولګول.

د کانکور سهمیه ورکونې راپور

د «سهم لرونکې زده کړې؛ د کانکور سهمیې څرنګه طرح او پلې شوې دي؟» راپور هم د روان کال لومړیو کې خپور شو، ښیي چې ولایتونو ته د سهم یا برخې ورکولو معیار د ولایتونو د نفوسو کچې او د کانکور غوښتونکو له مخې نه دی. دغه راز د ازموینو ملي ادارې د ادعاوو خلاف د ولایتونو سهم، پارلمان کې د ولایت د څوکۍ پر شمېر هم نه دی. ولایتونو ته د یوې واحدې او ټاکلې طرحې یا فرمول پر بنسټ برخه نه ده ورکړل شوې، بلکې دا طرحه په نامتوازنه بڼه پلې شوې ده.

د «افغانستان د خبریالانو مرکز» هر کال د کب په ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځې په پار، یوه برنامه جوړه او په کې د رسنیو او خبریال غوره کړنو پېژندنه کوي.

د «افغانستان د کال خبریال» او «۱۰ غوره خبریالان» د پرېکړه کوونکي پلاوي له لوري د سیالیو یوې برنامې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

د افغانستان کال خبریالانو سیالۍ برنامه په ۱۳۹۲ل کال کې پیل شوه او تر اوسه له بي بي سي ملیار صادق ازاد او زمزمه نیازۍ ، له هشت صبح څخه وحید پیمان، مختار وفایي او اسیه حمزه اي ، له اریانا نیوز ټلوېزیونه معروف ذکي ، له پژواک خبري اژانسه نوید بارکزي، د اطلاعات روز له ورځپاڼې لیاقت لایق او د پیک څېړنیزې خبریالۍ له مرکزه فخریه رادفر دغه جایزې ترلاسه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه