د بېکارۍ له امله بیاځل نشو ته مخه کول

که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې دریو کلونو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمیر په نشه یي توکو اخته کسان راټول کړي او درملنه یې ورته کړې، خو د کارې زمینې نه برابریدو له کبله یو شمیر هغو بیاځل نشه یې توکو ته لاس اچولی دی.

د هیواد په سویل کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمیر روږدي چې درملنې یې شاوخوا شپږ میاشتې وخت نیولی، وایي تر رغیدو وروسته یې هڅه کړې، چې کار پیدا کړي، خو په وینا یې چې هیواد کې د کاري فرصتونو نشتون له امله اړ شوي چې بیاځل دې لوري ته مخه کړي.

د کندهار اوسیدونکی دېرش کلن تور جان چې د تېر حکومت پرمهال د محلي پولیسو قومندان و، وایي تر دوه ځلې درملنې وروسته یې اوس یو ځل بیا د مخدره توکو کارونې ته مخه کړې.

هغه چې له درې کلونو راهیسې بې کاره ګرځي، وایي د کاري فرصتونو نشت د دې سبب ګرځېدلی چې د ده ترڅنګ لسګونه نور روغ شوي کسان یو ځل بیا د نشه یي توکو کارولو ته مخه کړي.

نوموړي وویل: «طالبانو دوه وارې پر ښیښې څکولو ټنګ کړی یم  دواړه وارې مې شپږ، شپږ میاشتې قید تېر کړی، خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې، د بېکارۍ په خاطر موږ په دغه نشو اخته یو، په جمهوریت کې که څه هم دغه نشې وې، خو موږ خپل په خوارۍ اخته و، نشې مو دومره نه کولې لکه اوس یو وخت به مو نشه وکړه، اوس خو ټوله ورځ نشو ته ور ایله یو د کور لخوا مو پر اعصابو فشار راغلی چې ټول وایي بېکاره یې موږ هم د کوره را ووځو یو ځای کینو خپلې نشې ورته کوو.»

تور جان د طالبانو له حکومت غواړي، چې ځوانانو لپاره دې د کار موندنې په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي.

تورجان یو له هغو روږدو کسانو څخه دی چې له درملنې وروسته اوس بیا ځل پر نشه یې توکو اخته شوی

شپږوېشت کلن عبدالغفار هم له هغو کسانو څخه دی چې له دوامداره بېکارۍ وروسته یې بیاځلې د مخدره موادو کارولو ته مخه کړې.

نوموړی افغانستان کې د کاري فرصتونو نشت او د ځوانانو مایوسي پر نشه یي توکو د هغوی د اخته کیدو لوی لاملونه په ګوته کوي.

نوموړی خپله کیسه داسې کوي: «یو کال زه او زما ملګری په کار پسې وګرځېدلو باره مو سیګرېټ شروع کړل کرار کرار مو پوډر شروع کړل، وروسته چې طالبان راغلل په هغه کال یې ټینګ کړو  پوره شپږ میاشتې یې وساتلو دواوې یې راته شروع کړې، چې جوړ شولو بیرته یې را ایله کړو هغه چې را ووتلو بېا چا کار نه راکوه، موږ هم شپږ میاشتې بعد بیرته نشې شروع کړې.»

دغه روږدی افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پروسه ناکامه او بې ګټې بولي او وایي، که په افغانستان کې د بېکارۍ مخنیوي لپاره هڅې ترسره نه شي پر اعتیاد د اخته کسانو درملنه به هیڅ ګټه ونکړي.

د عبدالغفار په وینا، چې بېکاري کې د نشه‌ توکو څخه ګټه اخیستنه اوس د ډیرو ځوانانو عادت ګرځېدلی او په خبره یې که د خلکو اقتصادي وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي ډیر نور ځوانان هم نشه یې توکو کارولو ته مخه کړي.

طالبان پر نشه یي توکو د اخته کسانو شپږ میاشتنۍ درملنه کوي او تر رغیدو وروسته یې کورنۍ ته سپاري

دغه راز ۳۳ کلن نجیب الله هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي، چې بېکاري او د کورنۍ پیغورنه یې د دې سبب شوي چې بیاځل نشو ته مخه کړي.

نجیب الله د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د بېګاره او اړمنو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاتوي چې د معتاد کسانو ترڅنګ باید د نشه یي توکو پلورونکي هم ونیول شي او ورته سزا ورکول شي.

نجیب الله وویل: «طالبان نشه یان راټینګ کړي بندي یې کړي هغه چې را ایله شي بل کار نشته بیرته نشې شروع کړي، موږ وایو چې کار راته پیدا کړئ موږ خپله نشې پرېږدو، پیسې نشته، کاروبار نشته اوس وخت کې نشې ټول خواران او غریبان خلک کوي په دې خاطر چې دوی وخت ورته لري، موږ ته دې کار پیدا شي موږ نشې نه کوو، باره به موږ هلته اخته یو پیسې به ګټو د خپل کورنۍ سره به اوسو.»

کندهار کې د روږدو د درملنې مرکز

په همدې حال کې د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د طالبانو معتادینو څانګې مسوولین وایي، چې تېرو دریو کلونو کې یې د سلګونه روږدو کسانو درملنه کړې چې لویه برخه یې د ټولنې ځوان قشر تشکلوي.

دوی وایي، دامهال کندهار کې د معتادینو لپاره یو ۱۰۰ بستریز او یو ۱۰۰۰ بستریز روغتونونه شتون لري چې پکې د ۱۲۰۰ معتادینو درملنه روانه ده.

دغه طالب چارواکي زیاتوي، چې هڅې ېې پیل کړي ترڅو د معتادو کسانو لپاره د کسب د زده کړو زمینه برابره کړي او هغوی وهڅوي ترڅو له درملنې وروسته د ځان لپاره دایمي کار برابر کړي.

دوی وویل: «پخوا چې متادین ډیر وو موږ د ۴۰۰۰ کسانو د درملنو او ساتنې امکانات چمتو کول اوس چې معتادین کم دي نو ۱۲۰۰ کسانو امکانات مو برابر کړي، د کار د زمینه سازۍ مسوولیت یې زموږ نه دی موږ یې درملنه کوو، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت باید ورته کار پیدا کړي، موږ چې کم امکانات لرو هغه مو ټول په کار اچولي او اوس کوښښ همدا کوو چې کار ور زده کړو او وروسته دوی د خپل ځان لپاره د کار امکانات برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه نړيوال بانک په يو راپور کې ويلي، چې د افغانستان اقتصاد له نويو ننګونو لکه مالي محدويتونو، د سوداګرۍ نه تعادل او د عمومي پانګونې له محدودې وړتیا سره مخامخ دی. ياد بانک زیاته کړی چې لاهم افغانستان کې بېوزلي پراخه او زيانمنوونکې ټولنې لکه ښځې، ماشومان او کورني بېځايه شوي د دغو اقتصادي ننګونو دروند پېټی پر اوږو وړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه