یونیسیف: په پکتیکا کې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي دي

Photo: Tolo News

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني پوځ د هوايي برید له امله لږ تر لږه د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو په تړاو خپرو شویو راپورونو سخت ویرجن کړي.

په سویلي اسیا کې د یونیسیف سیمه‌ییزې مدیرې سانجي ویجسکرا نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) پر ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او لیکلي یې دي: «ماشومان هیڅکله هدف نه دي او نه باید وي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې باوري راپورونه یې تر لاسه کړي چې د پکتیکا ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان په هوایي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.

یوناما نن (پنجشنبه، ۶ د مرغومي) پر ایکس ليکلي چې نړیوال حقوق نظامي ځواکونه مکلف کوي چې د ملکیانو د زیان د مخنيوي او په عملیاتو کې د نظامیانو او جنګیالیو تر منځ د توپیر کولو لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

یوناما ټینګار کړی چې د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې [د بریدونو په اړه] ځواب وویل شي، د تکرار مخه یې ونیول شي او د قربانیانو حقونه خوندي شي، یوې څیړنې ته اړتیا ده.

د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د سې‌شنبې په شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار وکړ.

طالبان وایي چې په دې بمبار کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغوی یو شمېر کسان وژل شوي دي. طالبان د پاکستان د بمبار له کبله د وژل شویو شمېر ۴۶ تنه ښيي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا بریدونه په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو پر خلاف د اطلاعات پر اساس ترسره شوي عملیات بللي دي.

د پاکستان د بریدونو په وړاندې طالبانو سخت غبرګون ښودلی او دا یې ښکاره تېری بللی او ویلي یې دې چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او هغه ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه