فایق: د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونه د نړیوالو قوانینو ډاګیزه سرغړونه ده

Photo: via Naseer A. Faiq on X

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان د حاکمیت په تړاو د امنیت د شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه‌لیکونو ډاګیز نقض دی.

ښاغلي فایق نن شپه (چهارشنبه، ۵ د مرغومي) پر ایکس لیکلي: «موږ دا بریدونه د هغو توجیه او له تروریزم سره د مبارزې ادعاوو ته له پام پرته، غندو.»

ده زیاته کړې چې د افغانستان خلګ له اوږده مهاله له تروریزم څخه کړېدلي؛ هغه که په خپله ترهګرې ډلې وي او که یې ملاتړي دولتونه وي.

د فایق په وینا، د «ښه تروریست» او «بد تروریست» تر منځ هیڅ توپیر نشته او «تروریزم په هره بڼه په نړیواله توګه غندل شوی او باید مقابله ورسره وشي».

تېره شپه د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر یو ځینو سیمو بمبار وکړ.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان کړی چې د پاکستان پوځ په برمل ولسوالۍ کې څلور سیمې په نښه کړې دي او له کبله یې ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

ده ویلي چې د دې بریدونو اکثریت قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو دفاع وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې تر ډېره وزیرستاني کډوال په نښه شوي او یو شمېر ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

یو شمېر سرچینو راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پټنځایونه په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه په داسې حال کې را منځ ته شول چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره په خبرو اخته دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه