عصري زده کړو ته نه پاملرنه؛ د کونړ په کوړنګل دره کې دیرش زره کورنۍ له لېسې بې برخې دي

Photo: Social media

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل درې اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دې دره کې دیرش زره کورنۍ اوسېږي، چې زرګونه ماشومانو او ځوانانو ته یې یوازې یو منځنی ښوونځی جوړ شوی دی.

دوی وايي، د لېسې د نشتوالي له امله یې اولادونه نالوستي پاتې دي او نیوکه کوي، چې تر اوسه یوه حکومت هم د دوی د دې ستونزې د حل لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

د کوړنګل درې خلک وايي، طالبانو واک ته په رسېدو د مدرسو زیاتوالي ته مټې بډ وهلي؛ خو د عصري زده کړو لپاره چې د وخت اړتیا ده په قصدي ډول شاه اړولې ده.

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل درې ځايي اوسېدونکي وايي، په دې دره کې د لېسې د نشتوالي له امله د دې سیمې د اوسېدونکو د اولادونو زده کړې نیمګړې پاتې دي.

دوی وايي، په کوړنګل دره کې شاوخوا دیرش زره کورنۍ اوسېږي؛ خو یوازې یو منځنی ښوونځی فعالیت کوي، چې د لېسې د نشتوالي له امله یې د اولادونو راتلوونکی له تیارو سره مخامخ دی.

د کوړنګل درې قومي مشر یاسین صافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په دره کې ۳۰ زره کورنۍ ژوند کوي؛ خو یوازې یو متوسطه ښوونځی راته جوړ شوی، لېسه نه لرو، لېرې ساحو کې لېسې شته؛ خو لس ـ پینځلس کېلو متره لېرې دي، بچیان مو له زده کړو محروم دي، نهم پورې چې درس ووايي، نور مخکې تګ نه شي کولی، مونږ خو بې سواده پاتې یو د اولادونو مو هم اینده تباه او برباد شوه.»

د ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل دره کې ځايي خلک د پوهنې سربېره د لارې د خرابوالي له امله هم له جدي ستونزو سره مخ دي/ خواله رسنۍ

ځايي خلک نیوکه کوي، چې له لسیزو راهیسې د لېسې د جوړولو په نوم تېر ویستل شوي او تر اوسه یې د دې ستونزې د حل لپاره حکومتونو کارنده ګام نه دی پورته کړی.

دوی دغه راز د طالبانو پر رژیم هم نیوکه کوي، چې واک ته په رسېدو یې د مدرسو زیاتوالي ته ملا تړلې؛ خو له دوی سره د لېسې او نورو ښوونځیو د جوړولو په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل درې اوسېدنکی ثابت ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کلونه کېږي، چې د لېسې د جوړولو په نوم تېر ویستل کېږو؛ خو تر اوسه یو حکومت هم عملي اقدام نه دی کړی او زمونږ د بچیو دې مشکل ته یې رسیده ګي ونه کړه، جمهوریت خو به راته بې امنۍ بهانه کولې، طالبانو سره خو امنیت هم راغی، دوی هم راسره څو څو ځله وعدې وکړې، چې لېسه به درته جوړه کړو؛ خو تر اوسه یې عملي ګام نه دی او چت کړی، یوازې په وعدو مو غولوي.»

په دې سیمه کې د ښوونځي یو شمېر زده کوونکي هم اندېښمن دي، چې د لېسې د نشتوالي له امله یې راتلوونکی له تیاره برخلیک سره مخامخ دی.

زده کوونکي وايي، د طالبانو حکومت ورسره د لېسې د منظورۍ په برخه کې ګڼې ژمنې کړي؛ خو په خبره یې تر اوسه یې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او غوښتنه کوي، چې له خپلو ژمنو دې تېښته نه کوي.

د کوړنګل درې د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی په خپلو خبرو کې وايي: «زه سږکال له نهم نه فارغېږم؛ خو دلته لېسه نشته، ولسوالۍ سره لېسې شته، خو هلته مونږ تللی نه شو، هلته چې ځو نو د تګ ـ راتګ لپاره دوه سوه افغانۍ کرایه لګېږي او دا وس زمونږ نشته، مونږ سره امارت [طالبانو] ډېرې وعدې کړي، چې لېسه درته جوړو، خو چې راشي وعدې وکړي نور یې مونږ نه ګورو، باید پر خپلو وعدو عمل وکړي، هسې دې مونږ نه غولوي.»

په همدې حال کې د کوړنګل درې د منځني ښوونځي ښوونکي هم مني، چې د لېسې په کچه د ښوونځي د نشتوالي له امله د زده کوونکو راتلوونکی برخلیک له تیارو سره مخ دی.

ښوونکي طالبانو ته د نیوکې ګوته نیسي او زیاتوي، چې د جمهوري نظام پرمهال د دې ډلې د ناامنیو له امله په دې سیمه کې نه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او نه هم د دوی منځنی ښوونځي لېسې ته ارتقاع وکړه.

د دغه ښوونځي یوه ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «طالبانو زمونږ بچیانو سره ډېر ظلم شروع کړی، د جمهوریت پرمهال د همدوی د بې امنۍ له وجې مو نه مکتب ته تعمیر جوړ شو، نه مو متوسطه مکتب لېسه شوه، ماشومان مو له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې حکومت [طالبان] دې په دې سیمه کې د معارف په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.»

د کوړنګل درې قومي مشران بیا کونړ کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې او حکومت له عصري زده کړو سره په دوه ګوني چلند تورنوي.

دوی وايي، طالبان په کوړنګل درې سربېره د کونړ په ګڼو نورو سیمو کې د مدرسو پر زیاتوالي او د مدرسو د تقویې لپاره بې کچې هلې ځلې کوي؛ خو په دې دره کې د پوهنې برخې ته هېڅ ډول پاملرنه نه لري.

د کوړنګل درې یوه قومي مشر رسول الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «که د مدرسو خبره شي؛ نو طالبان نوې مدرسې هم جوړوي، زړو سره خو بې له هغې هم کومکونه کوي، خو مکتب ته یې بېخي شاه کړې، نه یې د تعمیر د جوړولو لپاره قدم اخلي، نه ورته کتاب اخلي، نه قرطاسیه، نه تخته، د یو شي هم درک نه لګېږي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې طالبان دې له معارف سره د مور او میرې چلند نه کوي، باید مکاتبو ته هم ځانګړی پام وکړي.»

کوړنګل دره کې د یوه لومړني ښوونځي زده کوونکي د ښوونځي د ودانۍ نشتوالي له امله په یوه کلیوالي حجره کې پر زده کړو بوخت دي/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې د کونړ لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د کوړنګل درې د ځايي خلکو ستونزې مني، خو په کوړنګل دره کې د لېسې د نشتوالي او د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې د ځايي خلکو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني زیاتوي: «مونږ کوشش کوو، چې په نږدې وخت کې د کوړنګل درې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړو، مونږ ژمن یو چې امکانات پیدا کړو او د خلکو مشکلات حل کړو.»

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل دره د تېر شل کلن جمهوریت پرمهال د طالبانو او پخواني نظام د پوځیانو او بهرنیو ځواکونو د جګړو له امله د «مرګ درې» لقب ګټلی و.

دې دره کې ځايي خلک د پخواني نظام پرمهال د طالبانو له لوري د جګړو او ناامنیو له امله د پوهنیز بهیر د خرابوالي سربېره په رغنیزه، کرنې، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان وو.

د سیمې خلک وايي، د پخواني نظام پرمهال په دې دره کې د طالبانو د فعالیتونو له امله د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي او غوښتنه کوي، چې اوس دې طالبان د ستونزو د حل لپاره د نورو سیمو په پرتله دوی ته لومړیتوب ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه