د هلمند په ګرشک کې د کبانو بازار ګرم شوی

اطلاعات روز: د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې کب پلورونکي وایي، چې د هوا په سړیدو سره یې بازار ګرم شوی او د نورو موسمونو په پرتله په ژمي کې زیاته ګټه په لاس راوړي.

عبدالواحد، چې ۲۶ کاله عمر لري دغلته د کبانو د پخولو کوچنۍ هټۍ لري. نوموړی وایي د ژمي په موسم او باراني هوا کې د دوی کاروبار خورا ښه وي او د بېلابېلو ولایتونو څخه په مېله راغلي خلک پاخه شوي کبان پیري او له امله یې د دوی ورځنی عاید زیات شوی دی.

نوموړي وویل: «د ژمي په موسم کې زموږ ورځنی پلور له ۵۰۰۰ تر ۸۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي، د لښکرګاه ښار ترڅنګ هره ورځ د کندهار، هرات، نیمروز او فراه څخه ځوانان د ماهیانو د میلې لپاره ګرشک ته راځي، زما خپله ډیر مشتریان د کندهار او هرات دي، هره جمعې ورځ د کندهار څخه ډیر ځوانان دلته راځي او پر ماهیانو ښه میله کوي.»

د نقیب الله په نوم یو بل کب پلورونکی بیا وایي، چې د تیر کال په پرتله یې سږکال د کبانو پلور زیات شوی او میاشتنۍ ګټه یې ۲۰ زره افغانیو ته رسیدلې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د کبانو د پلور ترڅنګ یې بیې هم لوړې شوي او یو کیلو یې له ۸۰۰ افغانیو څخه نیولې تر ۱۲۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

د ګرشک کبانو او د دې سیمې طبیعي ښکلا د نورو ولایتونو د ځوانانو توجو هم خپله کړې، او دغلته په میله راغلیو کورنیو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي.

۳۳ کلن عبدالواسع چې د خپلې کورنۍ سره له هرات څخه د کبانو د میلې لپاره راغلی، وایي دغلته یې د کبانو له خوراک څخه ډیر خوند اخیستی دی.

نوموړي وویل: «په رښتیا ماته خپلو دوستانو ډیر ویل چې دلته ښه کبان پیدا کېږي، خو مانه ورسره منل اوس چې راغلم او دا کبان مې وخوړل رښتیا چې ډیر خوندور وو او دغه ځای ډیره ښایسته منظره لري.»

ګرشک کې د کبانو د پلور بازار

د ګرشک د سیند کبان چې د ځانګړي شهرت څخه برخمن دي، په دې وروستیو کې یې په ښکار طالبانو بندیز لګولی او اوس کب پلورونکي تر ډیره فارمي کبان پلوري.

کب پلورونکي وایي، که څه هم د سیند د کبانو پر ښکار محدودیت سره یې کاروبار پېکه شوی، خو زیاتوي چې د طالبانو حکومت دې د ښکار لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړي او د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې په غیر مسلکي ډول کبان ښکار کوي او نسل ته یې زیان رسوي.

هلمند کې د طالبانو د کرنې ریاست بیا د کبانو د ښکار په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې په ګرشک او نورو سیمو کې د کبانو د روزنې لپاره معیاري فارمونه جوړ شوي دي.

د دوی په وینا، په هلمند کې شاوخوا ۳۰۰۰ فارمونه شتون لري، چې له دې جملې څخه یې ۱۲۰۰ فارمونه معیاري او له دوی سره ثبت شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه