اطلاعات روز: د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې مسکو غونډې ته د زلمي خلیلزاد د ګډون پرېکړه ښیي، له دې سره چې امریکا روسیې سره ژور اختلافات لري، افغان سولې پروسې او د لنډمهاله ادارې په رامنځته کولو کې سره هم نظره دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جالینا پورټر پرون (دوشنبه، ۲۵ د کب) په یوې خبري ناسته کې ویلي: «د مسکو ناسته د افغانستان سولې له لړۍ د ټولو نړیوالو ملاتړونو د هڅو پوره کوونکې او په ورته مهال له دې لړۍ د نړیوالې ټولنې د اندېښنو منعکسوونکې ده.»
د مسکو ناسته ټاکل شوې چې د روانې اونۍ پنجشنبې په ورځ وشي. د دې ناستې موخه د افغان سولې لړۍ چټکېدل ویل شوي. روسیې افغان دولت، طالبانو، د پاکستان او چین په ګډون سیمه ییز هېوادونو دغه راز د امریکا له متحده ایالاتو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنې ورکړې دي.
افغان حکومت هم منلې چې په دې ناسته کې به ګډون کوي. که څه هم لا تر اوسه رسمي جوته شوې نه ده چې د افغانستان په استازولۍ به دغې ناسته کې څوک ګډون کوي، خو ځینو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د افغان پلاوي مشري په غاړه لري.
طالبانو ډلې هم ویلي چې د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به د دې ډلې لس کسیزه پلاوی د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.
