خلیل الرحمن حقاني؛ د انتحار ملاتړی او قرباني

خالد محمدي

خلیل الرحمن حقاني د خپلو پلویانو ترمنځ د وینا پرمهال/ خواله رسنۍ

د چهارشنبې (۲۱ د لیندۍ) تر ماسپشین وروسته د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت کې چاودنه وشوه چې له امله یې د دې وزارت د وزیر او د سراج الدین حقاني د کاکا خلیل الرحمان حقاني په ګډون څو تنه ووژل شول.

خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې یو مهم غړی و. له نوموړي سره به تل ټوپک و او له امریکايي ايم-۴ ټوپک سره یې لېوالتیا درلوده. دی پخوا تورن و چې د افغانستان په ناامنۍ کې لوی لاس لري. پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته به نوموړي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان له خلکو غوښتل چې هیواد ته راستانه شي او ټینګار یې کاوه چې په هیواد کې هیڅ ډول امنيتي ګواښ نشته دی.

د طالبانو حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدل تایید کړي دي. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دی د «خوارجو» په برید کې وژل شوی دی. د طالبانو په اعلامیه کې ټینګار شوی: «اسلامي امارت د حقاني صاحب شهادت د اسلامي امارت، مجاهدین، کورنۍ او د افغانستان د خلګو لپاره لویه ضایعه بولي او د ده کورنۍ، دوستانو او متعلقینو ته صبر غواړي.» همدا راز طالبانو کورنیو رسنیو ته خبر ورکړی چې د خلیل الرحمان حقاني لپاره د «شهید» لفظ وکاروي.

داعش ډلې د دې ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

خلیل حقاني د حقاني شبکې یو له مشهورو څیرو څخه و/ طالبان

ورته مهال ایکس کې د حافظ هارون رشیدي په نوم یو کس چې تر ۳۲ زره زیات تعقیبوونکي لري، ادعا کړې چې خلیل الرحمان حقاني د حقاني کورنۍ یو اتیایم غړی دی چې وژل کېږي.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو له لومړنیو لوړپوړو قومندانانو څخه و چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ته ننووت. دی د ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۰مه د کابل پل‌خشتي جومات ته ولاړ او هلته یې خپلو ملاتړو ته وینا وکړه.

متحده ایالاتو د ۲۰۱۲ کال پرمهال حقاني شبکه د افغانستان د پخواني حکومت، امریکايي او ناټو ځواکونو پر خلاف د مرګونو بریدونو له امله یوه تروریستي ډله وبلله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه چې که د خلیل الرحمان حقاني په اړه معلومات ورکړل شي او په ترڅ کې یې نوموړی ونیول شي او یا ووژل شي.

د طالبانو د حکومت په درې کاله او څلور میاشتني حکومت کې خلیل الرحمان حقاني له افغانستانه دباندې هیڅ سفر ونه کړ. دی د طالبانو د کابینې لومړی غړی دی چې په یوه ځانمرګي برید کې وژل کېږي. تر دې وړاندې هم د طالبانو ځينې لوړپوړي چارواکي په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي. په دې لړ کې د بلخ لپاره د طالبانو والي داوود مزمل د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې پرمهال د داعش ډلې له لوري په خپل دفتر کې ووژل شو. مزمل د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه ننګرهار کې د داعش د وژلو له کبله مشهور و.

خلیل الرحمن حقاني او د هغه وراره سراج الدین حقاني/ خواله رسنۍ

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې سراج الدین حقاني په کابل کې د ديني زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې په ضمني توګه د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه. ده په دې مراسمو کې وويل: «دا اشتباه تصور ونه کړو چې که واکمن یو، خلک به مو حتما خبره مني کنه، نو اسمان ځمکې ته راکښته کېږي. د دین په استازیتوب باید انحصاري چلند ونه کړو چې یوازې ځان یې استازی وبولو. د افغانستان خلکو څو لسیزې قرباني ورکړې ده، ترڅو د اسلام دین خوندي کړي.»

ده دا څرګندونې په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د طالب مشرانو تر غونډې وروسته وکړې. سراج الدین حقاني تر دې وړاندې هم په ځلونو په طالبانو کې دننه د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

د افغانستان د وضعیت څارونکي شنونکي په دې اند دي چې شونې ده د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو لامل د طالبانو خپلمنځي اختلافات وي.

له ښي اړخه سراج الدین حقاني، خلیل الرحمن حقاني، عبدالسلام حنفي او خیرالله خیر خواه/ طالبان

حقاني شبکه چې د سراج الدین حقاني تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، تل یې د ځانمرګو بریدونو ستاینه کړې. په وروستي ځل یې د لیندۍ پر ۱۰مه د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې ستایونکې څرګندونې وکړې. په دې مراسمو کې سراج الدین حقاني د طالبانو ځانمرګي ځواکونه «استشهادیان» وبلل او ادعا یې وکړه پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمنېدل د دې ځواکونو د قربانیو پایله ده.

حقاني شبکې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال د پېچلو او خونړیو ځانمرګو بریدونو او چاودنو مسوولیت منلی دی. د دې چاودنو له کبله زیات ملکي او نظامي وګړي وژل شوي دي او له همدې کبله حقاني شبکه د طالبانو ترمنځ نفوذ درلود او د دوی ترمنځ یو ډاروونکی ځواک ګڼل کېده.

د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم خپل نظرونه بیان کړي. لیلا محمدی پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي: «خلیل حقاني چې یو وخت یې په خپلو ځانمرګو سره د افغانستان د خلکو ژوند حرام کړی و، نن په خپله د ځانمرګي برید ښکار شو. داسې برخلیک د طالبانو هر مشر ته غواړم. نړۍ د مکافاتو ځای دی.»

د پولیسو یوه پخواني لوړپوړي چارواکي او د امنيتي مطالعاتو څېړونکي بسم الله تابان هم پر ایکس د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې ليکلي، چې دا برید ښايي د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو له امله وي.

ده لیکلي: «ښايي لاهم تر وخت وړاندې وي خو ممکن د خلیل حقاني وژل کېدل د هبت الله/کندهار څانګې د افرادو له لوري شوی وي ترڅو حقاني شبکې ته خپل زور وښيي ځکه چې حقانیان له داعش سره ښې اړیکې لري، که داعش وروسته دغسې مسوولیت واخلي، نو ښايي یو تکتیکي اقدام وي. البته بل اړخ ته په حقاني شبکه کې دننه رقابت هم له پامه نشي غورځول کېدلای. دا چې سراج داسې اقدام پر حقاني شبکې د مطلق حاکمیت او د خپلو پلویانو د احساساتو پارولو په خاطر کړی وي، هم له تمې لېرې خبره نه ده.»

لیکوال ارین ارون هم د حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې ليکلي: «د دې هر ترهګر په نشتون کې دا جغرافیه او خلک یې د ارامۍ ساه اخلي. په وژل کېدو یې خوښ یم، لکه څرنګه چې به دوی تر هرې چاودنې او د ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو تر وژلو وروسته خوشالي کوله.»

په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو تر وژل کېدو وروسته د دې ډلې امنيتي تدابیر په پام وړ توګه زیات شوي دي. د طالبانو چارواکي اوس د خپل ځان د ساتنې په موخه له مرمۍ ضد موټر او وسله والو کاروانونو څخه استفاده کوي. له دې سره-سره د طالبانو د وزارتونو، دولتي ادارو، کورونو او مېلمستونونو په دروازو کې هم د احتمالي بریدونو د مخنيوي په موخه امنيتي تدابیر زیات شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه