په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ: د طالبانو سیاستونه د هیواد له خلکو سره مستقیمه دښمني ده

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، چې د طالبانو «غیراسلامي او غیرانساني» سیاستونه په ځانګړې توګه له زده کړو او کار څخه د ښځو او نجونو محرومیت، نه یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له راتلونکې سره مستقیمه دښمني ګڼل کېږي.

دا استازولۍ چې د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په اختیار کې ده، د بشر د حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې‌برخې شوې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو کړنې هېواد د فقر، دوامدارې اتکا او بدبختۍ پر لور بیايي.

د دې استازولۍ په وینا: «څنګه کېدای شي یوه باثباته او پرمختللې ټولنه جوړه شي کله چې د هغې نیمايي نفوس له فعال ګډون څخه محروم وي؟»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو کړنې په کلکه وغندي او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه تازه کړي.

دې استازولۍ ویلي: «ضروري ده چې د یوې منسجمې او متحدې تګلارې له لارې، د ټولو شته وسایلو په کارولو سره د یو ملي مشروع، مسوول او د عدالت او د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ نظام د بیا احیا لپاره ګامونه پورته شي.»

یادې استازولۍ له افغانانو غوښتي چې د یو عادلانه او ازاد راتلونکي لپاره د اتحاد او یووالي په روحیه هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي اندېښنې شته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې له نظره «د خلکو حقونه» خوندي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ادارې له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ژمنو ته درناوی وکړي. د بشري حقونو درناوی هغه شرط ګڼل کېږي چې هېوادونه یې له دې ډلې سره د تعامل لپاره وړاندې کوي.

خو د طالبانو چارواکي بشري او د ښځو حقونه «لویدیځ کلتور» بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه