د خوست مرکز – ځاځي میدان ناامنه لار؛ ناپېژنده وسله والو له تېرېدونکو ژبې پرې او ډېر نور ښکته او وژني

اطلاعات روز: د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي سلګونه اوسیدونکو د لاریون پر مهال د خوست- ځاځی میدان لویه لاره د «دڼیو» په سیمه کې د اعتراض په ډول تړلې او له امنیتي چارواکو د دغې لارې د امنیت خونديتوب غوښتنه کوي.

لایونوال وايي، له څه مودې راهیسې یې مرکز خوست ته پر لاره د تګ راتګ پر مهال امنیتي وضعیت زیات خراب شوی، چې د دولتي کسانو سربېره پرې ملکي وګړي هم په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی. 

د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکی او د لاریون یو تن ګډونوال خان ولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، لاره یې په دې موخه بنده کې کړې، چې د همدې لارې په اوږدو کې د سیمې خلک د نامالومو کسانو له خوا ترور کیږي، چې وروسته یې عاملین هم نه معلومیږي. 

خان وویل: «دا دوه میاشتې کیږي، چې په دې لاره باندې د نامعلومو وسله والو له خوا د ځاځي میدان اوسیدونکي له موټره ښکته کیږي او وروسته وژل کیږي، دا څه ډول وضعیت دی، حکومت ولې په دې لاره باندې پوستې نه جوړوي، ولې زمونږ ستونزو ته پام نه کوي.»

یو بل لاریون کوونکی جمیل اطلاعات روز ته وویل، چې څه موده وړاندې یې د سیمې دوه  کسانو مرکز خوست ته پر لاره و، چې د لارې په اوږدو کې نامالومو وسله والو ورڅخه ژبې پرې کړې وې. 

هغه زیاتوي، که پر دغه لاره امنیتي پوستې ځای پر ځای نه شي، نو دوی به هیڅکه دغه لاره د خلکو تګ راتګ پر مخ خلاصه نه کړي. 

جمیل وايي: « کومه همکاري چې مونږ له حکومت سره کړې او لایې هم کوو، خو دوی یې په مقابل کې مونږ ته هیڅ پام ندی کړی، زمونږ ولسوالي تر ټولو با امنه ده، خو لاره کې امنیتي مشکلات بیخي زیات دي، لس ورځې وړاندې زمونږ د سیمې دوه کسان چې ښار ته روان و، له هغوی ژبې پرې شوې دي اوس په دې نه پوهیږو، چې دا کار څوک کوي او امنیتي چارواکي او پولیس یې ولې مخه نه نیسي.»

د ځاځي میدان ولسوالي د ځوانانو مشر عرفان الله عرفان وايي، نن ورځ په دې موخه دوی د ځاځي میدان- خوست لاره ځکه تړلې، چې د سیمې خلک او امنیتي مسولین یې د لارې په اوږدو کې ترور کیږي او هم د نامالومو کسانو له خوا له ځانه سره وړل کیږي. 

د عرفان په خبره، چې تېره اونۍ د لارې په اوږدو کې درې د ترور پېښې شوې او پنځه کسان له ځانه سره بیول شوي دي، هغه ګواښ وکړ، که یې د لارې امنیت تامین او امنیتي پوستې ځای پر ځای نشي، نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي. 

عرفان اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: «زمونږ په دې لاره کې نه یوازې دا چې غلاوې ډیرې شوې، بلکې نامعلوم وسله وال امنیتي کسان هم په نښه کوي، په دا تېره یوه اونۍ کې درې پېښې د ترور شوې او هم پنځه کسان تښتول شوي، چې تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی، نو لاریون مو په دې موخه کې چې د ځاځي میدان –خوست لاره امن شي او پوستې ورباندې جوړې شي، ځکه په دې لاره د پکتیا ولایت د ډنډپټان، څمکنیو او جانیخېلو ولسوالیو خلک هم تګ راتګ کوي، نو مونږ به دغه لاره تر هغو تړلې وي، تر څو چې امنیت پکې نه وي ټینګ شوی.»

بلخوا د خوست امنیتي مسوولین وايي، د ټولو لویو لارو د امنیت تامین لپاره یې چمتوالی نیولی، چې په نږدې وخت کې به نا امنه لارې بیرته امن شي. 

د خوست امنیه قومندان تورن جنرال محمد داود امین په وینا چې په خوست کې یې تر ډیره د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو، ترور او جنایي پېښو مخه نیولې او د لویو لارو د امنیت تامین لپاره یې هم پلان جوړ کړی، چې د ځاځي میدان په ګډون به ټولې نا آمنه لارې با امنه کړي. 

د خوست آمنیه قومندان تورن جنرال داود امین وايي: «تاسو ته به معلومه شوې وي، چې څه موده وړاندې په خوست کې یوه انده د جنايي او تروو پېښو کچه زیاته وه، خو الحمدالله چې مونږ اوس په دې برخه کې بریالي شوي یو او د خلکو له پراخې همکاري په ګټې اخیستنې مو په خوست ښار او ولسوالیو کې د نا آمنیو مخ نیولې او هم مو په ښار داخل کې د جنايي پیسو کچه هم راکمه کړې ده، د لویو لارو په اړه که درته ووایم، زمونږ ډیری لارې امن کې دي، خلک په نورمال ډول پرې تګ راتګ کوي، خو ځینو لارو کې به مشکلات وي، د ځاځي میدان په ګډون مو ټولو هغو لارو ته پلان جوړ کړی، چې هلته امنیتي پوستې ځای پر ځای کړو.»

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، د سویل ختیځ زون په کچه تر ټولو با امنه ولسوالي یادیږي، که د لارې امنیت تامین لپاره یې کوټلي ګامونه وانخیستل شي، د خلکو په خبره چې دا ولسوالي به په لوی لاس نا امنه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه