د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ د طالبانو ویاند: زموږ په اند د خلګو حقوق تأمین دي

Photo: BNA

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په شمول د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندیښنې شته دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې په اند د «خلګو حقونه» تأمین دي.

ده نن (دوشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو په نړیوالې ورځې په یوه غږیز کلیپ کې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې ملي ټلویزون خپور کړی، ويلي چې د بشریت مهم حق د انسانانو د ژوند ژغورنه ده او د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.

د طالبانو ویاند ادعا کړې چې د دې ډلې عدلي او قضايي بنسټونه او د شکایاتو اوریدلو اداره د افرادو د حقونو د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.

ده ويلي: «زموږ په نظر د خلګو حقونه تأمین دي چې [پخوا] ضایع کېدل، له خطر او ستونزو سره مخ وو.»

د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دې ډلې د افغانستان د ارزښتونو په چوکاټ کې حقونه تعریف کړي او هغه پلي کوي.

د طالبانو چارواکي بشري حقونه او د ښځو حقونه «لوېدیځ کلتور» بولي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال بنسټونه له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان تعهداتو ته ژمن پاتې شي. بشري حقونو ته درناوی له دې ډلې سره د تعامل لپاره د هیوادونو شرطونه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر نن (س‌شنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ويلي چې طالبان دې د بشري حقونو نړیول تعهدات د دې هیواد د اوسني او راتلونکې نسل د خوندیتوب او ښېرازۍ لپاره ومني.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتنبایوا ويلي چې چې د امنیت له ښه والي او د تاوتریخجنو وسلوالو شخړو له کمښت سره-سره د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ په موخه اقدامات مخ پر کمېدو دي او ښځې او نجونې یې تر ټولو دروند بار پورته کوي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر بنسټیزو حقونو او ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي. اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د کار او زده کړې کولو له حق څخه بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه