بريتانيا: له طبي زده کړو څخه د نجونو منع کول له اساسي بشري حقونو څخه وحشتناکه سرغړونه ده

اطلاعات روز: د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلامیه کې د هغو راپورونو په اړه چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو څخه منع کړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

په دغه اعلامیه کې چې پرون (جمعه، ۱۶ د لیندۍ) خپره شوې، ویل شوي چې د نرسنګ، قابله ګۍ او د غاښونو کورسونه د زده کړې یوازیني پاتې امکانات وو، چې د «طالبانو د ظالم رژیم پرمهال د ښځو پرمخ خلاص وو او له منځه وړل یې له اساسي بشري حقونو څخه وحشتناکه سرغړونه ده».

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا ډول «ظالمانه» پالیسي به په هغه هیواد کې چې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري، مېرمنو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو برابرول سخت زیانمن کړي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د طالبانو وروستۍ پریکړه به د راتلونکو نسلونو لپاره هم جدي پایلې ولري.

برتانیې ټینګار کړی چې طالبان باید ښځو ته اجازه ورکړي چې طبي زده کړو ته لاس رسی ولري.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «نړیواله ټولنه باید د طالبانو د پرله‌پسې بندیزونو پر وړاندې زموږ په کلک مخالفت کې متحده پاتې شي. موږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته ژمن یو او موږ له نورو هیوادونو څخه غواړو چې دې مسلې ته لومړیتوب ورکړي.»

دغه وزارت ویلي، چې دوی به د افغان میرمنو او نجونو او همدارنګه په انګلستان کې د میشتو افغانانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی اړتیاوې او لومړیتوبونه په لندن کې د پالیسۍ او برنامو په اړه خبر شوي.

طالبانو په خپل تازه فرمان کې په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.  دې ډلې د نجونو او ښځو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه هم تړلي دي.

د طالبانو وروستۍ پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او هېوادونو او بنسټونو یې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه