د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کورنیو چارو وزارت ویاند د څرګندونو وضاحت وغوښت

اطلاعات روز: د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین د هغو خبرو د وضاحت غوښتنه کړې، چې ویلې یې و یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو لېږد کې لاس لري.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې نن (یکشنبه، ۲۵ د کب) په یوې رسنیزه اعلامیې کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت ویاند له دې څرګندونو ژور اندېښمن دي او ترې غوښتي یې دي چې دا مسله «ژر تر ژره» د هېواد رسنیو کورنۍ او عامو خلکو ته روښانه کړي.

اعلامیه وایي: «د کورنیو چارو وزارت د یوې داسې ادارې په توګه چې د خلکو د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه لري، د مالوماتو په خپرولو کې باید خورا زیات احتیاط نه کار واخلي، ځکه چې د ناموثقو معلوماتو خپرول نه یوازې داچې د خلکو ذهنونه ګډوډوي، بلکې له رسنیو سره د وزارت رغنده اړیکې هم له ستونزو سره مخ کولای شي.»

اعلامیه زیاتوي، د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې په ښکاره داسې بریښي چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبرې هراړخیزه نه دي. د کمېټې په وینا، په داسې حال کې چې خبریالان او رسنۍ نېغ په نېغه تر هدفي بریدونو لاندې راځي او په نښه کیږي، دا ډول څرګندونې د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت ګوزار دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه وایي، که دا تورونه ناسم راوخېږي، د افغانستان قوانینو پلي کېدو برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي.

«د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له کورنیو چارو وزارت څخه په جدي توګه غواړي ترڅو دا مسله تعقیب کړي. که دا تورونه ناسم ثابت شي، د افغانستان د قوانینو د تطبیق برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي.»

اعلامیې دغه راز وروستیو کې ویلي چې کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې هم له «واقعیت لېرې» څرګندونې کړي او تمه ده چې یاد وزارت د هغو په اړه هم ګام واخلي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر ویلي، څه یې چې خپاره کړي مستند دي او ټینګار یې کړی چې انکار نه منونکي شواهد شته او ښایي په قضیه کې نور اړخونه ښکېل وي.

نوموړي دغه راز لیکلي چې د خپرې شوې خبرې په اړه څېړنې لا هم روانې دي او وروستي جزیات به شریک کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه