د اسلامي همکاریو سازمان په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز «سخت ناهیلي» کوونکی وګاڼه

اطلاعات روز: د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له لوري په طبي انسټیټوټونو کې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز «سخت ناهیلی کوونکی او غیر متوقع» ګڼلی او په دې اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دې سازمان نن (پنجشنبه،۱۵ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تېرو څو ورځو پر مهال یو ځل بیا د افغانستان ښځې د زده کړو په برخه کې د خپلو حقونو له خطر سره مخ وې.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې ته په اشارې سره ویلي چې د دې نوي فرمان په تړاو چې ښځې له طبي زده کړو راګرزوي، خواشيني څرګندوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: «داسې پرېکړه نه یوازې دا چې د افغان ښځو پر لومړنیو حقونو ګوزار دی، بلکې ښايي د افغانستان پر هغه روغتيايي سیسټم ویجاړوونکی اغېز ولري چې له لویو ننګونو سره مخ دی.»

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي زیاته کړې چې «په کابل کې له اوسنیو چارواکو سره د متعهد او رغنده تعامل» له لارې هیله‌من دی چې زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې به د اسلامي همکاریو د سازمان له پرېکړه‌لیکونو او په اسلام کې د ښځو له حقونو سره سم مثبت اقدامات وشي.

دې سازمان ويلي چې په کابل کې له طالب چارواکو په ټینګار غواړي چې پر خپلو وروستیو اقداماتو بیا ځلې غور وکړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت په طبي انسټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

که څه هم پر دې بندیز دوې ورځې اوړي خو طالبانو لا هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

طالبانو په خپل وروستي اقدام سره ښځې او نجونې په بشپړه توګه له زده کړو بې برخې کړې.

د طالبانو دې پرېکړي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه