د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده

اطلاعات روز: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا» په روغتیايي انسټیټوټونو کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز غندلی او دا یې د دې ډلې له لوري د ښځو پر حقونو پراخ سیسټماټیک برید ګڼلی دی.

دې شورا نن (چهارشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې «دې سیاست د افغانستان لړزانده روغتيايي نظام تضعیف کړی، د میلیونونو وګړو په ځانګړې وګه ښځو او ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او د تېرو دوو لسیزو پر مهال د میندو د مړینې په برخه کې کمښت او د روغتيايي شاخصونو بهتري له پامه غورځوي.»

د افغانستان ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو د روغتیا د نړیوال سازمان د یوه راپور په استناد ویلي چې افغانستان د میندو د روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی، لکه څرنګه چې هره ورځ ۲۱ میندې د مخنيوي وړ ناروغیو له امله مري.

دوی ويلي چې د طب، قابلګۍ او نرسینګ له څانګو د ښځو حذف دا کړکېچ نور هم تشدیدوي.

دې استازولیو ټینګار کړی چې افغانستان د میندو د مړینې د کمښت او روغتيايي خدماتو د ښه والي په برخه کې کومې لاسته راوړنې درلودلې وې، اوس له بشپړ خطر سره مخ دي.

دوی زیاته کړې چې حاملې میندې چې ښځینه مختصصینو ته لاسرسی نه لري، له زیاتو خطرونو سره مخ دي او د روغتيا په برخه کې د کاري ځواک کموالی بنسټیزو روغتيايي اړتیاوو ته د رسیدګۍ په برخه کې د هیواد وړتیا تضعیفوي.

د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازو د همغږۍ شورا ويلي چې د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندي او د ژر لغو کېدو غوښتنه یې کوي.

دې شورا ویلي چې د افغانستان راتلونکی د ښځو په زده کړې، پیاوړتیا او د ښځو په بشپړ ګډون پورې تړلی دی او له دې بنسټیزو حقونو د هغوی محرومول نه یوازې د انساني کرامت نقض دی، بلکې د افغان ملت د بقا او ثبات په وړاندې جدي ګواښ دی.

د طبي انسټیټوټونو د مسوولینو له منځه سرچینو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.

د دې پرېکړي تر اعلان وروسته پرون یو شمېر ښځینه زده کوونکې یو لړ انسټیټوټونو ته ولاړې خو دروازې یې تړلې وې.

طالبانو تر دې وړاندې د ښځو او نجونو د متوسطې او لیسې دورو او پوهنتون پر زده کړو بندیز لګولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه