د افغان سولې لړۍ؛ مسکو له څنډې متن ته راځي؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

روسیې له افغان حکومت، سیاسي رهبرانو او د طالبانو ډلې مشرانو ته بلنه کړې چې مسکو کې د افغانستان سولې په اړه جوېدونکې غونډه کې ګډون وکړي. له دې سره چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون څه نه دي ویلي، خو د افغانستان حکومت په دې ناسته کې د ګډون اعلان کړی دی. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ (۲۲ام د کب) یوې خبري ناستې ته وویلې چې بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې کار کوي چې په دې ناسته کې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کوونکي پلاوي کچه جوته کړي. محب ویلي دغې کچې ته په کتو به خپل پلاوی وټاکي. په همدې حال کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر لیکلي چې دغه ناسته به د مارچ په ۱۸مه وشي چې په کې به د امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان هېوادونو استازي ګډون وکړي. دا ناسته به د پرمختللې ترویکا میکانېزم ډلې پنځمه ناسته وي.

تېر کال هم روسیه د افغانستان حکومت په غیاب کې د افغان سیاسي رهبرانو او طالب مشرانو کوربه و. د سیمې سیاسي خوځښتونو او په ځانګړي ډول د افغانستان جنګ او سوله کې د روسیې فعاله رول ته په کتو، د دوحې پروسه کې د دې قدرت رول کمرنګه و او د بین الافغاني خبرو اترو پرانستغونډه کې د دې هېواد استازی نه و. اوس چې د امریکا نوي دولت پرېکړه کړې چې د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړي ډول ایران او روسیې ته هم فرصت ورکړي چې افغان سوله کې برخه واخلي، د روسیې په ګډون ایا د سیمې هېوادونه د افغان سولې لړۍ له څنډې متن ته راځي؟ راتلونکې ناسته څه ارزښت لري؟

د کار غوټه د روسیې او ایران په لاس

لیکوال او شنونکی تابش فروغ اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، روسیه د افغانستان په جنګ او سوله کې په خپلې اغېز اچونې برلاسې ده، خو د یو سیمه ییز ځواک په توګه د روسیې جیوپولیټیکي ګټې دا ایجابوي چې د سیمې سیاسي قضیو کې په خپله دخیل وي: «د مسکو ناسته که فرض کړئ کوم کارنده ارزښت و نه لري، سمبولیک اهمیت لري. مسکو په دې هڅه کې دی چې د بایډن ادارې ته وښیي چې سپینه ماڼۍ نه شی کولی د افغانستان قضیې په اړه د روسیې له ګډون او رایې پرته یوازې پرېکړه وکړي. امریکایان هم په سیمه کې د روسیې د شتون له ارزښته پوهیږي. له دې امله حاضر نه دي چې مسکو کې د سولې خبرو اترو سره مخالفت وکړي.»

لیکوال او شنونکی تابش فروغ

ښاغلي تابش نړیوال جیوپولیټیک نظم ته په نغوتې، باوري دی چې د امریکا ملي امنیت سیاست جوړوونکي د افغانستان قضیې او د ایران ډیپلوماسۍ کې د روسیې همکاري مهمه ده: «دا دوه برخې که څه هم د جیوپولیټیک له نظره یو شان ارزښت لري، خو د دې دوو بریالیتوب او ناکامي، په یو ډول سره غوټه خوړلې. د افغان سولې په اړه د امریکا او روسیې بریالۍ ډیپلوماسي کولی شي چې د کار غوټه پرانیزي او د امریکا او ایران بندون هم مات کړي.»

لیکوال او د افغانستان شنونکو شبکه کې څېړونکی علي عادلي اطلاعات روز ته وایي، روسیه له امریکا سره په زیاتو برخو کې ورته دریځ لري. له هغې ډلې دا چې د افغانستان اوسنی حکومت باید خپل ځای یوې انتقالي ادارې یا لنډمهاله ادارې ته ورکړي: «تر هغې ځایه چې زه پوهېږم، روسیه هم د امریکا نوې طرحې په څېر یو نارسمي طرحه لري چې ښایي راتلونکې ناسته کې یې ګډونوال ته ورکړي. خو د مسکو دا پلټفورم نه شي کولی چې د دوحې لړۍ ځای یا د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ په ترکیه او یا کوم بل هېواد کې پیلېدونکې لړۍ ځای ونیسي.»

لیکوال او د افغانستان شنونکو شبکه کې څېړونکی علي عادلي

د اتلانتیک شورا کې ستر څېړونکی او بلجیم کې د افغانستان سفیر عمد صمد اطلاعات روز سره خبرو کې په دې باور دی چې د افغانستان په اړه روسیه په دریو کچو کې عمده لوبغاړی شمېرل کیږي: «سیمه ییزه کچه، لویو قدرتونو سره سیالي او د ملګرو ملتونو سازمان چوکاټ او د امنیت شورا دایمي غړيتوب کې.» د ښاغلي صمد په وینا، افغانستان کې د پخواني شوروي ناندریزه تاریخچې سربېره، روسیه امنیتي، اقتصادي او تاریخي ګټې هم نظر کې لري: «په تېرو لسو کلونو کې د روسیې رول ډېر شوی دی او اوس د امریکا نوې ادارې، چین او پاکستان سره په همغږۍ او دغه راز د طالبانو مشرانو او د کابل سیاسي مشرانو اړیکو سره کولی شي د سولې پروسه کې ګټور تمام شي.»

د روسیې او طالبانو په ګټو ورټولې اړیکې

وروستیو کلونو کې روسیه تل تورنه شوې چې د افغانستان جګړه کې د طالبانو ډلې سره مالي مرسته کوي. له دې تورونو سره هم مهاله، طالبان چې هر کله د سولې پروسه کې امریکایانو سره په ستونزه کې راغلي، مسکو ته یې سفر کړی. له دې سره، عمر صمد وایي، چې له طالبانو د روسیې ملاتړ او اړیکې نه شي کولی چې له یو حده زیات پرمختیا وکړي، ځکه چې سیاسي او فکري خنډونه شتون لري: «په دې سره روسیه دې حقیقت ته رسېدلې چې ګټې یې دا ایجابوي څو د افغانستان شمالي پولو کې پرتو ټولو نفوذي افغان خواوو سره اړیکې ولري، څو د ترورېزم، افراطیت او نشه یي توکو مخه ونیسي. د داعش ګواښ ښکاره کېدو سره، طالبان هم له دې فرصته په خپله ګټه اخلي.»

د اتلانتیک شورا کې ستر څېړونکی او بلجیم کې د افغانستان سفیر عمد صمد

د افغان سول پروسه له بېلابېلو اړخونو روسیې لپاره مهمه او ارزښتمنده ده، ځکه چې دا هېواد تل افغانستان سره د منځنۍ اسیا د پولې درلودو له امله اندېښمنه ده. د یو اسلامي نوې بنسټپاله ډلې په توګه واک ته د طالبانو راتګ، د منځنۍ اسیا هېوادونو سرحدي سیمو کې د اسلامي بنسټپالنې پرمختیا په مانا هم ده. له هغې سره چې روسیه افغانستان کې د طالبانو ډلې ملاتړ کوي، خو په رسمي توګه واک ته رسېدو لپاره د دې ډلې سره مخالف دي؛ هغه مسله چې طالبان هم پرې پوهیږي.

ښاغلي تابش په دې اړه باور لري چې طالبان مسکو سره د ښو اړیکو جوړولو پسې دي، څو کرملېن په دې باوري کړي چې طالبان د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د روسیې امنیتي نظم فرضي کرښو ته کوم ګواښ نه دی: «روسیه اوس په یو ډول د امریکا متحده شوې. په دې برخه کې له بده مرغه چې د طالبان ترهګره ډله ګټه وړي. د ترهګرو له تور نوملړه د طالب رهبرانو نوم وتنه کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي په توګه د روسیې رایه مهمه دی.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه