پکتیا کې واورې ښویېدنې ۲۵ وسله وال طالبان مړه کړي

اطلاعات روز: تېره شپه (یکشنیه، ۲۴ د کب) د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي د «زغني تنګي» په سیمه کې د غر ښويېدو او برف کوچ پېښه کې ۲۵ وسله وال طالبان مړه شوي دي.

د پکتيا د امنيه قومانداني وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د وسله والو طالبانو همدې ۲۵ کسيزې ډلې غوښتل د زغنې تنګي له لارې له ګاونډي پاکستان څخه پکتيا ولايت ته را واوړي، چې له غره څخه پرې برف کوچ راغلی او ياد تلفات يې ور اړولي.

اميري وايي: «تېره شپه ناوخته د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي په ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د زغنې تنګي سيمه کې پر وسله والو مخالفینو هغه مهال له غره ورباندې برف کوچ راغی، چې غوښتل يې له پاکستانه افغانستان ته را واوړي، پېښه کې ۲۵ وسله وال طالبان مړه شوي دي.»

اميري زياتوي، چې پېښه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځينې مهم قوماندانان هم شامل دي.

ښاغلي اميري زیاته کړه: «زمونږ د مالوماتو له مخې دغه ۲۵ کسيزه ډله چې د جګړو او ورانيو لپاره پکتيا ته را اوښتل، په مړو شويو کې د پاکستاني جنګیالیو سربېره يو شمېر قومندانان هم شامل دي، خو مونږ هڅې پيل کړې، تر څو مالومات بشپړ کړو او له رسنيو سره يې شريک کړو.»

وسله والو طالبانو هم یاده پېښه تایید کړې. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، د واورې ښویېدنې له امله د دوی د ډلې لس کسان مړه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه