ګارډین او زن ټایمز: هغه ښځې چې د فقر کولو په تور نیول شوې، د طالبانو په زندانونو کې جنسي تېری پرې شوی

اطلاعات روز: د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او د افغانستان «زن ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی چې یو شمېر بې‌وزلې ښځې چې د طالبانو له خوا د فقر کولو په تور نیول شوې وې، د دې ډلې په زندانونو کې د جنسي تیري قرباني شوې دي.

یادو رسنیو نن (جمعه، ۹ د لیندۍ) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې دې ښځو د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تېري او «وحشیانه» وهلو-ټکولو کیسې کړې دي.

یوه ۳۲ کلنه ښځه چې درې ماشومان لري او زهرا نومیږي، دې رسنیو ته ویلي چې طالبانو هغه او د هغې کوچنی زوی د کابل ښار په یوه نانوایي کې نیولي وو او درې شپې‌ورځې د دې ډلې په زندان کې بندي وو.

دې ښځې ویلي چې په دې درو ورځو کې مجبوره وه د طالبانو د ځواکونو لپاره پخلی وکړي، زندان پاک کړي او د هغوی جامې ووینځي.

هغې زیاته کړې چې طالبانو ورته ویلي و چې باید د هغې ګوتې‌نښانونه او بایومتریک معلومات ثبت کړي، خو کله چې هغې مخالفت وکړ، دومره ووهل شوه چې بې‌سده شوه.

دې ښځې ویلي چې وروسته پرې جنسي تېری وشو.

هغې زیاته کړې چې له هغه وخت څخه تر اوسه یې څو ځله د ځان وژنې فکر کړی، خو د خپلو ماشومانو د برخلیک له امله یې دا کار نه دی کړی.

بله ښځه چې پروانه نومیږي، دې رسنیو ته ویلي چې طالبانو هغه او د هغې څلور کلنه لور د اکتوبر په میاشت کې نیولي او د کابل «بادام باغ» زندان ته یې انتقال کړي وو.

دې ویلي چې ۱۵ ورځې په بادام باغ زندان کې بندي وه او لیدلي یې دي چې طالبانو حتی هغه ماشومان چې په سړکونو کې یې بوټونه رنګول، نیول او هلته یې راوستل.

دې ښځې ویلي چې د طالبانو ځواکونه دوی وهل-ټکول، مجبورول چې پاک کاري وکړي او لوښي ووینځي.

پروانې ویلي چې هغه او دوې نورې ښځې چې د طالبانو په زندان کې بندیانې وې، د دې ډلې د ځواکونو له خوا پرې جنسي تېری وشو.

دې ښځې ویلي چې له کومه وخته د طالبانو له خوا پرې جنسي تېری شوی، له سختو رواني ستونزو او خپګان سره مخ دي.

هغه ښځې چې د طالبانو له خوا د فقر کولو په تور نیول شوې دي، د جنسي تېري او شکنجې تر څنګ، د طالبانو له لوري د ماشومانو د وهلو-ټکول او د هغوی د وژنې راپورونه هم ورکړي دي.

هغوی زن ټایمز ته ویلي چې د طالبانو په زندان کې د ماشومانو د ځورونې شاهدانې وې او یوې ښځې ویلي چې د طالبانو ځواکونو دوه ماشومان دومره ووهل چې مړه شول.

دې ویلي: «هیچا د خبرو کولو جرأت نه درلود. که خبرې مو کولې، موږ یې ډبولو او بې‌شرمې یې بللو. د هغو ماشومانو مرګ زما د سترګو مخ ته یوه داسې پېښه ده چې هېڅکله به یې هېره نه کړم.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د روان لمریز کال د ثور پر ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د «فقیرانو د ټولولو او د فقر کولو د مخنیوي قانون» توشیح کړی دی.

دې وزارت ویلي و چې «د دې قانون له مخې هغه کسان چې روغ وي او یا کومه دنده ولري او د یوې ورځې د خوړو توان لري، له فقر کولو منع شوي دي او همدارنګه له ماشومانو، معلولینو او معیوبینو د فقر کولو لپاره ګټه اخیستل منع دي.»

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي و چې «په دې قانون کې فقر د یوه مسلک په توګه، تنظیم شوی فقر او د فقر کولو تنظیم کول ممنوع شوي او مرتکبینو ته یې د بند سزا ټاکل شوې ده.»

دې وزارت همدارنګه ویلي و چې په دې قانون کې هغو کسانو ته چې له ماشومانو، «لیونيانو» او «معلولینو» د رحم راجلبولو لپاره د فقر په موخه ګټه اخلي او هغو کسانو ته چې تر مرستې وروسته هم فقر کوي، د بند سزا ټاکل شوې ده.

د دې قانون تر توشیح وروسته، د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر د روان لمریز کال د میزان پر ۲۹مه راپور ورکړ چې له کابل او ولایتونو څخه ۶۲ زره فقر کوونکي ټول شوي دي.

دې دفتر ویلي و چې ۲۷ زره او ۷۱۵ تنه یې د «مستحقو فقیرانو» او ۳۱ زره او ۱۲۶ کسان یې د «مسلکي فقیرانو» په توګه پېژندلي دي.

طالبانو اعلان کړی و چې له مستحقو فقیرانو سره به مالي مرسته کوي، خو هغو ښځو چې له ګارډین او زن ټایمز سره خبرې کړې، ویلي یې دې چې تر اوسه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري زیاتې شوې او له همدې امله پر سړکونو د فقیرانو، په ځانګړي ډول د ښځینه فقیرانو، شمېر خورا زیات شوی دی.

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز هم د سړکونو پر سر د ښځینه فقیرانو د زیاتېدو یو عامل ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه