د بیان د ازادۍ کور او په تبعید کې افغان خبریالان: د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوناما راپور نیمګړی دی

اطلاعات روز: د بیان د ازادۍ کور ویلي، چې د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپور شوی، نیمګړی دی او د رسنیو او د بیان د ازادۍ سخت حالت په بشپړ ډول نه منعکسوي. همدا راز په اروپا او شمالي امریکا کې د تبعید شویو افغان خبریالانو په وینا، په دې راپور کې وړاندې شوې شمېرې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه نیمګړې دي او د طالبانو د کړنو د سپینولو سبب ګرځي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په وروستي راپور کې راغلي چې یاد دفتر د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ د سپټمبر تر پایه پورې د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بشري حقونو نقض ثبت کړی دی. په دې کې ۲۵۶ د نیولو او توقیف، ۱۳۰ د شکنجې او بد چلند او ۷۵ د ګواښ پېښې شاملې دي.

خو په تبعید کې افغان خبریالانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یوناما شمېرې یوازې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ سلنه برخه جوړوي چې په دې وخت کې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.

د دغې ډلې په وینا، د دوی د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ د سپټمبر تر پای پورې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زر څخه زیاتې پېښې شوې دي.

د دوی په وینا، په دې پېښو کې ۶۵۰ هغه دي چې خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو یا د هغوی کورنیو په خپله خوښه د پېښې معلومات، د خبریال نوم، د پېښې ځای او نور جزیيات ورکړي حې خپاره شي.

خو د تبعید شویو خبریالانو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ پېښو کې د خبریالانو کورنیو د پېښې د خبر خپرولو اجازه نه ده ورکړې.

د دوی د شمېرو له مخې، یوازې ۳۱۵ تایید شوې پېښې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ازادۍ د سلب (نیول او لنډمهالی یا اوږدمهالی بند) په اړه دي.

په اروپا او شمالي امریکا کې افغان خبریالانو ویلي، نیمګړې شمېرې وړاندې کول د خبریالانو د حقونو نقض دی او د افغانستان د خبریالانو ټولنې پر وړاندې یوه جفا ګڼل کېږي.

یوناما ویلي، چې په خپل راپور کې یې هغه زیاتېدونکې ننګونې مستندې کړي چې رسنۍ او خبریالان ورسره مخ دي. د دې راپور له مخې، خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر سخت سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر محدودیتونو لاندې فعالیت کوي.

یوناما زیاته کړې چې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له زیاتو تبعیضي اقداماتو او محدودیتونو سره مخ دي.

د بیان د ازادۍ کور چې په بهر کې فعالیت کوي، د دې راپور د خپرولو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا راپور نیمګړی دی او د رسنیو او د بیان د ازادۍ سخت وضعیت په بشپړ ډول نه ښيي.

د بیان د ازادۍ کور په باور، په دې راپور کې ذکر شوې شمېرې او پېښې د هغو واقعیتونو په پرتله ډېرې کمې دي چې د افغانستان د رسنیو ټولنه یې هره ورځ تجربه کوي.

سربېره پر دې، د بیان د ازادۍ کور ویلي، چې د یوناما په دې راپور کې ځینې مهم او اساسي مسایل نه دي څېړل شوي.

دغه رسنیز بنسټ په تېرو دریو کلونو کې د ۳۰۰ رسنیو د بندېدو او د ښځینه خبریالانو د ۹۰ سلنه بې‌کارۍ یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې طالبانو له ۲۱ څخه زیات سخت او محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې د رسنیو د پرمختللو قوانینو ځای یې نیولی دی.

د بیان د ازادۍ کور زیاته کړې، په دې باور دي چې په یاد راپور کې د هغو رسنیو رول ته اشاره نه ده شوې چې په بهر کې فعالیت کوي.

د دې بنسټ په وینا، بهر مېشتې رسنۍ د افغانستان د رسنیو ټولنې یوه برخه دي او د خلکو د پوهاوي په برخه کې اساسي رول لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه