ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی

اطلاعات روز: له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو تولید د تېر ميلادي کال په پرتله ۳۰ سلنه او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه زیات شوی دی.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۷ د لیندۍ) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي دي.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د دې اندازه تاریاکو د ارزښت کچه شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره ګڼلې چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاته شوې.

دې بنسټ زیاته کړې چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې د طالبانو مشر پکې د نشه يي توکو پر تولید او کرلو بندیز ولګاوه د تاریاکو د تولید کچه ۹۳ سلنه او ارزښت یې ۸۰ سلنه لوړ شوی دی.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر تر دې وړاندې هم په یوه بل راپور کې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی و.

د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي و چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د تاریاکو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی او ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکې ته رسېدلی دی، البته د ۲۰۲۲ کال په پرتله ډېر کم و، هغه کال پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه تاریاک کرل شوي و.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر مدیرې غاده ولي ویلي، چې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید او کښت کموالی فرصتونه او ننګونې لري.

دې زیاته کړې: «باید نړیوالې هڅې همغږې شي ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان یا سیمه کې د دې کمښت ځای د متامفتامین په څېر د خطرناکو مصنوعي نشه يي توکو تولید نه نيسي.»

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر اجرايوي مديرې ويلي، چې باید په زیربناوو، د کرنې په سرچینو او پایدار معشیت کې پانګونه وکړو او په دې توګه له هغو ټولنو سره مرسته وکړو چې پر تاریاکو متکي دي، ترڅو هغوی قانوني او اقتصادي بدیلونه ترلاسه کړي.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال افغان بزګرانو په هغو ځمکو کې چې پخوا به یې تاریاک پکې کرل، بدیل کښتونه لکه غلات او پنبه کرلي وو.

دې بنسټ زیاته کړې چې تاریاک د غنمو په پرتله ۶۰ ځلې زیات عاید لري او له ګټورو او قانوني بدیلونو پرته اقتصادي ستونزې کولای شي چي ځينې کروندګر بیرته د تاریاکو کرلو ته وهڅوي.

د طالبانو مشر هبت الله د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې پرمهال چې د ۲۰۲۲ کال له اپریل سره برابرېږي، د یوه فرمان د ورکړې له لارې د نشه يي توکو پر کرلو، تولید، قاچاق او استفادې بندیز ولګاوه.

طالبانو ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د تاریاکو کښت صفر کچې ته رسولی، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې لاهم په افغانستان کې تاریاک کرل کېږي.

له بله اړخه، داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښيي د طالبانو د مشر د فرمان له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې د متامفتامین په څېر د صنعتي نشه يي توکو تولید زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو او ګاونډیو او د سیمې هیوادونو چارواکو بیا-بیا په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه