ریچارډ بېنټ: د طالبانو د مسیر بدلولو لپاره باید یوه لار ومومو

UN Photo/Jean Marc Ferré

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید یوه لار پیدا شي، ترڅو خپل مسیر بدل کړي. هغه په همدې حال کې د حساب ورکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بېنټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، ویلي چې د طالبانو وروستی اقدام یو نوی ظالمانه اخلاقي قانون دی چې نه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم زیاتوي، بلکې له دې هاخوا پر ټول نفوس، اقلیتونو، د مختلفو کلتوري شالیدونو لرونکو کسانو او حتی پر نارینه وو هم ظلم کوي.

هغه ویلي، که دا قانون بدل نه شي، د افغانستان راتلونکي نسلونه به د دې قانون پر اساس جوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي وايي: «موږ باید د طالبانو د مسیر د بدلولو لپاره یوه لار پیدا کړو. په افغانستان کې حساب ورکول د راتلونکي، سولې او پخلاینې لپاره مهم دي.»

د هغه په وینا، یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې پکې جزایي عدالت شامل وي او له دې هاخوا تر انتقالي عدالت پورې پراختيا ومومي.

بېنټ ټینګار کړی چې په دې پروسه کې باید له افغانانو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره مشوره وشي او هغوی باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د هر ډول بشري حقونو او سیاسي پروسو برخه وي.

طالبانو د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه لګولي دي. له نړیوالو نیوکو سره-سره، دې ډلې تر اوسه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

په وروستیو کې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض له امله به طالبان نړیوالې محکمې ته راکاږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه