د اروپايي ټولنې دفتر په بغلان کې د صوفي لمونځ کوونکو وژنه وغندله

اطلاعات روز: په بغلان ولایت کې د صوفي لمونځ کوونکو د وژنې په اړه د غبرګونونو په دوام، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا برید غندلی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې «ټولې ټولنې باید د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندي او مصونې وي».

د پنجشنبې په شپه وسله والو کسانو د بغلان د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار کې د «زیارت سید پادشاه اغا سادات» پر زیارت برید وکړ او ۱۰ کسان یې ووژل.

د دی برید مسولیت داعش ډلې منلی دی.
دې ډلې تر دې مخکې هم د تصوف د پیروانو پر عبادت ځایونو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دې لړ کې د ۱۴۰۱ کال د غویي په میاشت کې د کابل په شپږمه ناحیه کې پر یوې خانقاه برید وشو چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.

همداراز، د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې په کندز ولایت کې د امام صاحب ولسوالۍ یوه خانقاه د چاودنې هدف وګرځېده چې لږ تر لږه ۳۶ کسان پکې ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول.

داعش ډله د افغانستان د اهل تشیع پر مذهبي ځایونو د بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ د بغلان په پېښه کې د صوفیانو وژنې ته په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې مذهبي لږکي لاهم له جدي ګواښونو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه