په پاکستان کې توکمیزې شخړې؛ لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې د شیعه او سني ترمنځ په نوو فرقه‌يي شخړو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) د یوه ځایي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۴ یې سني او ۱۸ نور یې شیعه دي.

رویټرز خبري اژانس بیا د وژل شویو شمېر ۱۸ کسان ښودلی او ویلي یې دي چې په دې نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

دا شخړه د پنجشنبې په ورځ پر دوو مسافر وړونکو کاروانونو تر وسلوال برید وروسته پیل شوې. په دې برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان چې ډېری یې ملکي شیعه ګان وو، وژل شوي وو او ۱۱ ټپیان اوس هم په سخت حالت کې دي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، شیعه‌ګانو د دې برید په غبرګون کې د جمعې په ماښام د کرم په یو شمېر سني مېشتو سیمو برید وکړ.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د کرم ولسوالۍ یوه پولیس افسر ویلي چې د جمعې په ماښام قهرجنو شیعه وګړو د «باغان» په نوم پر سني مېشت بازار برید وکړ، بازار یې وسوځاوه او وروسته یې د بازار شاوخوا کورونو ته هم اور واچاوه.

هغه زیاته کړې چې ځایي سني وګړو هم پر برید کوونکو ډزې وکړې.

یوه ځایي چارواکي ویلي چې تر دې دمه له ۳۱۷ ډېر دوکانونه او له ۲۰۰ ډېر کورونه په دې شخړو کې ویجاړ شوي دي.

د خیبرپښتونخوا یوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له نن سهار راهیسې لږ تر لږه ۳۰۰ کورنیو د دې شخړو له کبله سیمه پرېیښې او د امنیت په لټه کې د هنګو او پېښور پر لور تللې دي.

پرون هم په «پاړاچنار» کې چې د کرم ولسوالۍ اصلي ښار دی، په سلګونو کسانو د مسافر وړونکو کاروانونو پر برید د اعتراض په توګه مظاهره وکړه.

د خیبرپښتونخوا ایالت کرم ولسوالي چې د افغانستان پولې ته نېږدې ده، په وروستیو میاشتو کې د شیعه او سني ترمنځ د خونړیو شخړو شاهده پاتې شوې.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، په دې شخړو کې په تېرو څو میاشتو کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه