ټرمپ ته د افغانستان د ښځینه معترضینو او د بشري حقونو د فعالانو لیک: د دوحې توافق‌لیک لغو کړئ

Photo Credit: AP

اطلاعات روز: د افغانستان یو شمېر ښځینه معترضینو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تر منځ د دوحې توافق‌لیک دې لغو کړي.

د دې لیک یوه نسخه نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) اطلاعات روز ته لېږل شوې او پکې ویل شوي چې د دې توافق‌لیک له امله په افغانستان کې سوله او ثبات نه دی راغلی او د دې هیواد لپاره یې «ورانوونکې» پایلې درلودلې دي.

د دې لیک لاسلیکوونکو د ښځو او نجونو ځپنه او شکنجه، د لږکیو ځپل، د جنګي جنایتونو ارتکاب، هدفي وژنې، د رسنیو او مدني بنسټونو تضعیفول، د نشيي توکو د تولید او قاچاق رشد، جبري کډوالي او د پناه غوښتونکو کړکېچ له طالبانو سره د شوي توافق‌لیک پایلې بللې دي.

دوی همدا راز ویلي چې د نړیوال تروریزم تقویه کېدل، په سیمه کې د بې ثباتۍ وده، د خطرناکې حکومتولۍ بېلګه وړاندې کول او د سازماني جرایمو زیاتوالی د دوحې د توافق‌لیک نړیوالې پایلې دي.

د افغانستان معترضو ښځو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په تړاو دط اصولي او عادلانه چلند خپل کړي او د طالبانو د رهبرانو د محکمه کېدو ملاتړ دې وکړي او پر دې ډلې دې ډیپلوماټیک فشار راوړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې توافق‌لیک د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر مهال لاسلیک شو او له مخې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.

د دې توافق‌لیک تر لاسلیکېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت پر خلاف د طالبانو بریدونه پراخ او سخت شول او اخیر هم د افغانستان پخوانی حکومت د امریکايي ځواکونو تر وتلو ۱۵ ورځې وړاندې د دې ډلې په لاس سقوط شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه