جلال اباد ښار کې د هدفي وژونکو په ګډون ۱۹ طالبان او داعشیان نیول شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، ملي امنیت په دې ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ۱۹ تنه هغه غړي چې ځينو یې جلال اباد ښار کې په هدفي وژنو، ماین چاودنو او نورو ترهګریزو کړنو کې لاس درلود، نیولي دي.

د دې ولایت ملي امنیت ریاست نیول شوي کسان نن ( یکشنبه، ۲۴ د کب) د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.

د یاد کنفرانس پر مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وویل، د ملي امنیت ځواکونو په تیره یوه اونۍ کې په جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د ۱۷ غړو په ګډون د داعش ډلې دوه غړي د ځانمرګو بریدونو له درییو واسکټونو سره یو ځای نیولي دي.

امرخیل وایې، په نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې څلور فعال غړي هم شامل دي، چې په جلال اباد ښار به یې هدفي وژنې، ماین چاودنې او نورې ترهګریزې کړنې ترسره کولې.

د والي په خبره یاد کسان د وسله والو طالبانو د یو مشر ملا حبیب الله چې مشهور په قاري خالد و له لوري هڅول شوي وو.

امرخیل زیاته کړه: «ملي امنیت ځواکونو په تیره یوه اونۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو په ګډون ۱۹ تنه په ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال نیولي دي، نیول شویو کسانو کې د طالبانو د ښاري شبکې څلور فعال غړي هم شامل دي چې په جلال اباد ښار کې به یې هدفي وژنې او نورې ترهګریزې کړنې کولې.»

نوموړی همدارزار وایې، د یو لړ نورو عملیاتو پرمهال یې د وسله والو طالبانو اووه نور غړي له ۱۷ کړۍ ماینونو، بې غږه توفنګچو او یو شمیر نورو چاودیدونکو توکو سره په جلال اباد ښار، شینوارو، بهسودو او سره رود ولسوالیو کې نیولي دي.

امرخیل زیاتوي: «ملي امنیت دا شان په جلال اباد ښار، بهسود، سره رود او شنیوارو ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ۷ غړي له ګڼ شمیر فشاري ماینونو، توفنکچو او نورو چاودیدونکو توکو سره نیولي.»

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایې، د دې ولایت په ولسوالیو کې یې د داعش او وسله والو طالبانو په ګډون ټول ترهګریزو ډلو ته ماتې ورکړې، چې په همدې موخه یې په یو شمیر ولسوالیو کې چاڼیز عملیات هم پیل کړي دي.

امرخیل زیاته کړه: «داعش، وسله والو طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو په دې ولایت کې مات شوي، چې اوس یې ښار ته مخه کړې او غواړي په ښارونو کې هدفي وژنې، ماین چاودنې او نورې ترهګریزې کړنې ترسره کړي خو مونږ یې پر وړاندې اقدامات کړي او د مخنیوي لپاره یې پوره چمتووالی لرو.»

چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنو، چسپکي ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه