د افغان سولې له بل پړاو خبرو د ترکیې کوربه توب؛ د اتمر او اوغلو د خبرو اترو محور

اطلاعات روز: د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د ترکیې بهرنیو چارو وزیر داود چاوش اوغلو سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې، ترکیه کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي اتمر په دې اړیکه کې له ترکیې د «باور وړ» هېواد په توګه د افغان سولې دویم پړاو خبرو د کوربه توبه له تیاري ستاینه کړې ده.

نوموړي دغه راز له خپل ترکي سیال سره خبرو کې، د دې ناستې په اړه د کار تګلارې، ګډونوالو او پایلو په اړه پر اړیکو او مشورو ټینګار کړی دی. د هیواد بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیله کیږي د ترکیې دغه ناسته د اوربند ټینګښت او د خلکو ارادې سره سم د یوې سیاسي حللارې ته رسېدو برخه کې د وړاندې تګ یو ګام وي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ترکیې ناسته به ځایناستې نه، بلکې ټوله به د دوحې سولې لړۍ وي. هغه زیاته کړې چې ډېری ښکېلو خواوو د ترکیې ناسته کې د ګډون لپاره د تیارو خبره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په دې ټیلیفوني خبرو کې دغه رزا د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د اړیکو پر پیاوړتیا او په څو اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.

دغه راز د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسیا زړه هېوادونو – استانبول لړۍ ناسته چې ټاکل شوې د روان کال د مارچ په وروستیو کې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار کې ترسره شي، هم د دې خبرو د بحث موضوع وه.

ښاغلي اتمر دغه ناسته د سولې دویم پړاو خبرو د سلا مشورو او تیاریو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه